د افغانستان لپاره د امریکا سفیرې «کرن ډیکر» د افغانستان په اړه په دوحه کې د جوړې شوې غونډې هرکلی کړی او زیاتوي چې د افغانانو لپاره د امریکا ژمنتیا پر خپل ځای ده.
ډیکر پر اېکسپاڼه لیکلي، د هغو ټولو هېوادونو او ګډونوالو له همکاریو مننه کوي چې د دوحې په غونډه کې یې ګډون کړی و.
نوموړې ویلي، د افغانستان خلکو او مدنی ټولنې پر وړاندې د امریکا ژمنتیا قوي ده او دوی د افغانستان په هکله د افغانانو نظریاتو اورېدو ته سترګې پر لار دي.
د افغانستان په تړاو د دوحې په غونډه کې د ۲۸ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو پلاوو او ځانګړو استازو برخه اخیستې وه.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټیرش ویلي چې یاد کنفرانس ګټور و او ګډونوالو په کې د افغانستان په تړاو مهمې خبرې او بحثونه وکړل.
نوموړي دا هم ویلي چې افغانستان باید د ترهګرۍ مرکز نه شي، د ښځو او نجونو حقونو ته په کې درناوی وشي او داسې حکومت په کې وي چې ټول قومونه په کې برخه واخلي.