د زابل ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې په نشه يي توکو د ۲۰۰ روږدو کسانو درملنه شوې ده.
په دغه ولایت کې د نشه یي توکو د ۵۰ بستریز روغتون مسوول سيد امين ثاقب وایي، چې کې په تېرو شپږو میاشتو له دغه ولایت څخه په نشه يي توکو د راټول شویو ۱۹۰ روږدو کسانو درملنه شوې او دا مهال شاوخوا په نشه يي توکو ۴۰ روږدي کسان تر درملنې لاندې دي.
د نوموړي په خبره په دغه روغتون کې ټول امکانات لري، ترڅو په نشه یي توکو د روږدو کسانو درملنه او پالنه پرې وشي. د ۵۰ بستریز روغتون مسوول وایي، چې له کورنیو سره یوځای شوي روغ کسان اوس هم د دوی تر څارنه لاندې دي.