د کرکټ نړیوالې شورا په یوه تازه پرېکړه کې د توپ اچوونکو لپاره نوی قانون تصویب کړ.
د دې قانون له مخې هر توپاچوونکی مکلف دی، چې د لومړي اور په پای ته رسېدو سره سم په ۶۰ ثانیو کې دننه ـ دننه توپ اچونې ته راشي.
که چېرته له دوو اخطاریو وروسته بیا هم په ټاکلي وخت کې توپاچونې ته حاضر نهشي، نو سیالې لوبډلې ته به ۵ منډې د جریمې په بدله کې ورکړل شي.
دغه قانون به د جون میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته په ټولو شلاوریزو او ۵۰اوریزو سیالیو کې پلی شي.