د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د پاکستان او ازبکستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره په جلا جلا ټلیفوني اړیکو کې پر بیلابیلو مسایلو خبرې کړې دي.
نوموړي، خپل پاکستاني سیال، محمد اسحق ډار ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د ټاکل کیدو مبارکي ویلې او هیله یې ښودلې چې د هغه ټاکنه به د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې رغنده رول ولري، او کابل ته یې د راتګ بلنه ورکړې.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له خپل ازبکستاني سیال، بختیار سعیدوف سره په خبرو کې بیا د دواړو هېوادونو ترمنځ په دې وروستیو کې د شویو هوکړو پر پلي کېدو ټينګار وکړ.