شنبه, ۰۸ غويی ۱۴۰۳

له پاکستانه ۱۲۷ نور افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

27 کب 1402 چنار راډيو

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې ۱۲۷افغان کډوال د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د تورخم سرحدي امریت د مالوماتو پر بنسټ، ۲۵ کورنۍ چې ټولټال ۱۲۷ کسان کېږي په جبري توګه له پاکستانه ستنې کړای شوي دي.

د دغه امریت په وینا، دغه کډوال د کډوالو چارو په ریاست کې تر ثبتېدو وروسته د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او کډوالۍ نړۍوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ورپېژندل شوي دي.

له بل پلوه پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۱۲مې نېټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر تر ۵۱۳زرو او ۵۰۶ ته لوړ شو او په وینا یې د ستنېدو دغه لړۍ لاهم روانه ده.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.