شنبه, ۰۸ غويی ۱۴۰۳

یونیسف: د ۲۰۰ زره افغان ماشومانو لپاره د زده‌کړو زمینه برابروو

02 وری 1403 چنار راډيو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي چې ټاکل شوې د اروپايي ټولنې په همکارۍ په افغانستان کې ۳۸۵ دولتي ښوونځي جوړ او ۲۰۰ زره افغان ماشومانو ته د زده‌کړو اسانتیاوې برابرې کړي.

یونیسف نن پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې د دغو ښوونځیو د جوړولو تر څنګ به افغان ماشومانو ته د څښاک پاکې اوبه هم برابرې کړي.

بلخوا په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر اعلان کړی چې د افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره یې له یونیسف سره د ۲۵ میلیونه یورو په ارزښت هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.