کابل (٣ زمرى ٩٦): په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن د پاکستان د پوځ له مشر سره د افغانستان پر وروستيو حالاتو خبرې کړې دي.
د پاکستان د پوځ له خوا د زمري په ٣مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ناټو قوماندان جنرال نيکولسن پرون په يو ورځني سفر اسلام اباد ته راغلى و.
سرچينې زياته کړې چې د ناټو قوماندان په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ په مرکزي قوماندانۍ کې د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد سره د افغانستان پر وروستيو امنيتي حالاتو او د ګډې پولې پر موضوعاتو خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د سيمې د سولې او ثبات لپاره ګډو هلو ځلو ته پر دوام ورکولو موافقه وکړه.
په ياده ناسته کې په اسلام اباد کې د امريکا سفير ډېويډ هيل هم شتون درلود.
د ناټو قوماندان د پاکستان د پوځ له مشر سره د افغانستان پر حالاتو خبرې کړې
خپل نظر ورکړئ
Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.