دوشنبه, ۳۱ غويی ۱۴۰۳

امريکا: د کابل پروني بريد د طالبانو اصلي څېره په ډاګه کړه پي‌ډي‌ایف

03 زمری 1396 برهان پکتین

واشنګټن (٣ زمرى ٩٦): د امريکا د دفاع وزارت د کابل د پروني بريد د غندلو تر څنګ ويلي چې دغه بريد د طالبانو اصلي څېره په ډاګه کړه.
پرون په کابل ښار کې د کانونو وزارت د مامورينو پر يوه موټر د ځانمرګي بريد له امله لسګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته چې مسووليت يې هم طالبانو پر غاړه واخيست.
په واشنګټن کې د امريکا د دفاع وزارت وياند جېف ډېوېس يوې خبري غونډې ته وويل چې د کابل د ګڼې ګوڼې په ساحو کې بريد ترسره کول، د طالبانو له خوا د جنايتونو په لړۍ کې يوه بله اضافه وشوه.
نوموړي زياته کړې چې دا ډول بې رحمانه بريدونه د طالبانو اصلي څېره په ډاګه کوي چې له امله يې عام افغانان قرباني کېـږي.
د امريکا د دفاع  وزارت وياند ويلي چې په افغانستان کې مېشت ځواکونه يې چمتو دي چې د افغان ملي ځواکونو روزنې او همکارۍ ته ادامه ورکوي، څو هغوى له خپل هېواده ساتنه وکړى شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.