چهارشنبه, ۱۹ غويی ۱۴۰۳

کورنیو چارو وزارت د جاني خېلو ولسوالۍ د سقوط خبر رد کړ

03 زمری 1396 چنار راډیو

لومړى تعقيب- ګردېز (٣ زمرى ٩٦): د کورنيو چارو وزارت د وسله والو طالبانو په لاس د پکتيا ولايت د جاني خېلو ولسوالۍ د سقوط خبره ردوي.
نن سهار د جاني خېلو ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو او ځينو امنيتي سرچينو وويل چې وسله والو طالبانو یاده ولسوالۍ نيولې ده.
خو د کورنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دې ولسوالۍ د سقوط موضوع رد کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.
په خبرپاڼه کې زياته شوې چې په دې جګړه کې تر اوسه امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو مقابل لوري درانه تلفات ليدلي دي.
په ياده ولسوالۍ کې له تېرو دوو ورځو راهيسې سخته جګړه روانه وه او پرون هم ځينې پوستې وسله والو طالبانو نيولې وې.
د پکـتيا امنيه قوماندان مل پاسوال توريالي عبدياني د زمري په ٣مه وويل چې په پرونۍ جګړه کې يوولس وسله وال وژل شوي او درې ټپيان دي او يو وسله وال طالب چې پاکستانی دی، نيول شوی دی.
د پکـتيا امنيه قوماندان د سقوط خبره نه مني او وايي چې په سيمه کې لا هم جګړه روانه ده او امنيتي ځواکونه مقاومت کوي.
عبدياني وايي چې سيمې ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي او ډېر ژر به یې هوايي ځواک هم د ملاتړ په موخه عمليات پيل کړي.
قوماندان وويل چې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.
وسله وال طالبان هم د دې ولسوالۍ د سقوط خبره کوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وويل چې د جاني خېلو ولسوالۍ نن سهار طالبانو نيولې ده.
هغه وايي چې د دې ولسوالۍ د نيولو پر مهال لسګونه امنيتي سرتېري وژل شوي او ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
د مجاهد په وينا، په دې جګړه کې تر اوسه دوه طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
جاني خېل د پکتيا د مرکز ګردېز شاوخوا ۸۵ کيلومترۍ کې پرته سرحدي ولسوالي ده  چې تېر کال هم وسله والو طالبانو د څو ورځو لپاره نيولې وه.
دغه ولسوالي د پکتيا له څمکني او ډنډ پټان او د خوست ولايت له موسى خېلو ولسوالۍ سره هم ګډه پوله لري.
د سيمې اوسېدونکي وايي که چېرې جاني خېل سقوط وکړي نو يادې ولسوالۍ هم له امنيتي ګواښ سره مخ کېږي.
د يادونې ده، د جاني خېلو ولسوالۍ ډېره برخه د نښترو او جلغوزو پر ونو پوښل شوې چې چريکي جګړو ته یې زمينه برابره کړې ده.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.