چهارشنبه, ۱۹ غويی ۱۴۰۳

وسله والو طالبانو د پکتيا د جانيخلو ولسوالي نيولې ده

03 زمری 1396 چنار راډیو

ګردېز (٣ زمرى ٩٦) : د پکـتيا ولايت د جانيخېلو ولسوالۍ له سختې جګړې وروسته د وسله والو طالبانو لاسته ورغلې  ده.
په ياده ولسوالي کې له تېرو دوه ورځو راهيسې سخته جګړه روانه وه او پرون هم ځينې پوستې وسله والو مخالفينو نيولې وې.
د پکـتيا امنيه قومندان مل پاسوال توريالي عبدياني د زمري په ٣مه، وويل، چې په پرونۍ جګړه کې يوولس وسله وال وژل او درې ټپيان وو او يو وسله وال طالب، چې پاکستانی دی، نيول شوی دی.
خو ځينې امنيتي سرچينې او د سيمې ځينې اوسېدونکو رسنیو ته ويلي چې ولسوالي نن سهار وسله والو نيولې ده.
د پکـتيا امنيه قوماندان د سقوط خبره نه مني او وايي چې په سيمه کې لا هم جګړه روانه ده او امنيتي ځواکونه مقاومت کوي.
په جګړه کې دواړه خواوې يو بل ته د درنې مرګ  ژوبلې اړولو ادعا کوي.
جاني خېل د پکتيا د مرکز ګردېز شاوخوا ۸۵ کيلومترۍ کې پرته سرحدي ولسوالي ده  چې تېر کال هم وسله والو طالبانو د څو ورځو لپاره نيولې وه.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.