چهارشنبه, ۱۹ غويی ۱۴۰۳

"هلمند کې له طالبانو سره تر دوه زره زيات دولتي کسان بنديان دي"

03 زمری 1396 چنار راډیو

کابل (٢ زمرى ٩٦): د افغانستان ژغورنې لار شورا، په هلمند کې له وسله والو طالبانو سره د دوه زره کسانو د زنداني کېدو او په  جګړې د نيول شوو کسانو د نه اعدامولو په اړه د حکومت او طالبانو له هوکړې خبر ورکوي او له دواړو لوريو غواړي، څو زندانيان شکنجه نه کړي.
د افغانستان ژغورنې لار شورا مشر سيداکبر اغا، نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې چې د يادې شورا لسګونه غړو او سياسي څېرو په کې حضور درلود، وويل چې يادې شورا له افغان حکومت او طالبانو ډلې ژمنه اخيستې، چې له دې وروسته به د جګړې نيول شوي کسان نه وژني او دغه راز به يې له اعدام څخه هم ډډه کوي.
نوموړي د جزيياتو له وړاندې کولو پرته وويل، اوسمهال په هلمند کې شا وخوا دوه زره دولتي کسان له طالبانو سره زنداني دي او د يادو کسانو د پرېښودو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
خو هغه زياته کړه، په وروستيو دوه اوونيو کې د افغانستان د ژغورنې لار شورا د هلو ځلو په پايله کې له کندهاره ٦٠ زندانيان، له هلمند ١٢ زندانيان او شپږ کسان د ميدان وردګو چې له دې وړاندې له طالبانو سره زندانيان وو، ازاد کړل شوي دي.
نوموړي وويل، د حکومت او طالبانو په زندانانو کې شته زندانيان شکنجه کېږي او په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په ځانګړي ډول امريکا په زندانونو کې له زندانيانو سره غيرانساني چلند کېږي.
هغه زياته کړه: "که څه هم  امريکايان وايي چې د بګرام زندان مسووليت يې افغانانو ته سپارلى، خو د پردې تر شا اوس هم د بګرام زندان مسووليت د امريکايي ځواکونو په لاس کې دى."
سيداکبر اغا وويل، له زندانيانو سره ناسم چلند، د بېګناه وګړو زنداني کول، د توطيو په پايله کې د يو شمېر کسانو زنداني کول او د حکم په عملي کولو کې د روڼتيا او عدالت نه شتون له امله په هېواد کې روانه جګړه لاپسې ګرمه شوې ده.
د نننۍ ناستې يو شمېر نورو ويناوالو د يادې شورا له کړنو د ملاتړ ترڅنګ وويل، چې د هېواد په زندانونو په ځانګړي ډول هغو زندانونو کې چې د بهرنيانو په لاس کې دي؛ له زندانيانو سره ناوړه چلند کېږي.
په ولسي جرګه کې د کوچيانو استازي او د غونډې ګډونوال ملا تره خېل محمدي وويل: "د افغانستان د ژغورنې لار شورا په کار کې د دواړو لوريو خير دى، افغانستان له سولې پرته بله لاره نه لري."
هغه له حکومت او طالبانو غوښتنه وکړه، څو د سولې ټينګښت په برخه کې رښتيني ګامونه پورته کړي، ځکه د روانې جګړې دواړه لوري قرباني افغانان ورکوي.
د حزب اسلامي د سياسي کمېټې مشر ډاکټر غيرت بهير، چې له دې وړاندې يې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په زندان کې دوه نيم کاله زنداني و، په دغه ناسته کې د خبرو پر مهال وويل، په زندان کې له زندانيانو سره دومره ناوړه چلند کېده، چې نوموړى يې په خولې هم نه شي راوړلى.
هغه زياته کړه، د افغانستان ملي حاکميت د بهرنيو ځواکونو له لوري تر پښو لاندې شوى او افغانستان يو اشغال شوى هېواد دى، بايد افغانان له يوې سوله ييزې لارې بهرنيانو ته دا قناعت ورکړي، څو افغانستان پرېږدي.
د هغه په وينا، اوسمهال که څه هم امريکايان وايي چې د بګرام زندان مسووليت يې افغانانو ته پرېښئ، خو تر اوسه د ياد زندان مسووليت د امريکايانو په لاس کې دى.
د افغانستان د مدني ټولنې د فدراسيون مشر صديق منصور انصاري هم وويل، له زندانيانو سره غيرانساني چلند کېږي او په هېواد کې داسې سلګونه زندانيان موجود دي چې په بېګناه توګه او يا د توطيې په ترڅ کې زنداني شوي دي.
هغه دغه راز زياته کړه، يو شمېر نور زندانيان چې د حکم ميعاد يې بشپړ شوى، تر اوسه د هېواد په زندانونو کې شپې او ورځې تېروي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي له خبریالانو سره د اړيکې پر مهال وويل، د سيداکبر اغا د څرګندونو په اړه دې د سولې عالي شورا سره خبرې اترې وشي.
خو د سولې عالي شورا د مطبوعاتي دفتر يوه مسوول، وويل چې د افغانستان د ژغورنې شورا د جګړې د اسيرانو موضوع د سولې له شورا سره نه ده شريکه کړې.
د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند جنرال محمد رادمنش، د بګرام او هېواد په نورو زندانونو کې د زندانيانو شکنجه کول رد کړل او ويې ويل، چې د بګرام زندان افغان لوري ته سپارل شوى او بهرني ځواکونو له افغانانو سره يوازې د مشورې په برخه کې مرسته کوي.
وسله والو طالبانو هم تر اوسه د سيداکبر اغا د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.