چهارشنبه, ۱۹ غويی ۱۴۰۳

ولسمشر: د اوبو مدیریت باید په ملي بحث بدل شي

04 زمری 1396

کابل (٣ زمرى ٩٦): د ځمکو او اوبو عالي شورا غونډه کې د ځمکې ملي پالیسي او د هغې تطبیقي ستراتیژي تاييد شوه.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ځمکو او اوبو عالي شورا غونډه، نن له غرمې مخکې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ په ارګ کې جوړه شوه.
سرچينه کاږي، په دې غونډه کې د ځمکې ملي پالیسۍ او د هغې تطبیقي ستراتیژۍ او د زیرزمیني اوبو منابعو د د مدیریت او انکشاف پالیسۍ په اړه بحث او خبرې وشوې.
په پیل کې د ځمکو خپلواکې ادارې عمومي رئیس جواد پیکار خبرې وکړې او د هغو مسایلو او معضلو په اړه یې چې د ځمکې ملي پالیسۍ کې له هغې جملې د ځمکې مالکیت تصنیف بندي، د ځمکې د مالکیت د حق مدیریت، په کلیوالو او ښاري ساحو کې د عقاري مدیریت لپاره حقوقي چوکاټ، د ځمکې او نویو اسکانو استملاک، له ځمکې څخه د استفادې پلانګذاري، له ځمکې څخه د ګټې اخیستنې په اړه همغږي، د ځمکې مدیریت او انکشاف پایدار، ځمکه او کانونه، ځمکه او ځمکنی ټرانسپورټ، د ځمکې وېش، د ځمکې د مالکیت حق کې دوګانګي، د ځمکې مالکیت او مدیریت، د ځمکې غصب، د ځمکې مالیه، د زمینې ارزښت موندل، د څړځایونو تنظیم ، په ښاري وضعیت او ښاري څنډه د کرنیزې ځمکې بدلول، کلیوالو ساحو کې د ځمکې استفادې پلانګذاري، د مالکیت حقونو ملاتړ، پر ځمکه د بهرنیو اتباعو مستقیمه پانګونه او د ځمکې د مالکیت حق، د ژوند چاپیریال پایداري، د زمینداري نظام مداخل او غیرهماهنګ سیستم، د ځمکې ثبت، د کدستر سروې، د ځمکې شخړې، د ځمکې بازار، نامطلوبه استفاده او د ځمکې حیف او میل کېدل، غیر رسمي او غیر پلاني انکشاف، پر ځمکه د حقونو ثبت، د ځمکې حقوقي چوکاټ کې اصلاح راوړل، د ځمکې سکتور کې د اصلاحاتو تمویل، د ځمکې تخصیص او وېش کې تبعیض او بې ځمکې بزګران ځای شوي دي، معلومات ورکړل.
نوموړي د ځمکې ملي پالیسي تطبیقي ستراتیژي هم تشریح کړه، وې ویل: د ستراتیژۍ سند کې اساسي اقدامات له هغې جملې د ځمکې ملي پالیسۍ تطبیق په موخه د تقنیني چوکاټ د انکشاف له لارې یا د ځینو قوانینو تعدیل، د افغانستان ځمکو ادارې  ته له قضائیه قوې څخه د ځمکې مسوولیت انتقال، د بین الحکومتي مشورتي کمېټې یو تشکیل له لارې له ځمکې څخه د استفادې پلانګذارۍ کې د همغږۍ ایجاد او د ځمکو ادارې چوکاټ کې د ځمکې ملي پالیسي تطبیق څخه د ملاتړ واحد معرفي هم ځای شوې ده.
د ښار جوړولو وزیر سید سعادت منصور نادري، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د کلیو پراختیا وزیر نصیر احمد دراني، د انرژۍ او اوبو وزیر علي احمد عثماني، د جمهور رئیس سلاکار عباس بصیر، د احصایې مرکزي ادارې عمومي رئیس شېرمحمد جامي زاده، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مرستیال عبدالباقي پوپل، د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیبزي او د هلمند ښاروال د ځمکې د ملي پالیسۍ د غني کولو په اړه خپل لیدلوري او نظریات وړاندې کړل او هغه یې یو نېک اقدام وباله.
د جمهور رئیس دویم مرستیال سرور دانش وویل، د ځمکې او اوبو په برخه کې د حکومت کارونه مثبت لور ته په حرکت کې دي او فعلاً د داسې سیستم ایجاد ته اړتیا ده چې باید زموږ لومړیتوب کې قرار ولري.
هغه زیاته کړه: "لومړی باید یو نظام ایجاد کړو او وروسته پر جزئیاتو کار وشي. د ځمکې په برخه کې د حکومت قاطعیت او عملي اقدامات په کار دي. د وخت مدیریت هم موږ ته مهم دی او وخت باید ضایع نه کړو."
د ده په وينا، د ځمکې مدیریت تر څنګ حقوقي چوکاټ هم په پام کې ونیسو او د یوې حقوقي ډلې کار ته اړتیا ده، تر څو د ځمکې مسایلو اړوند ټولو حقوقي مسایلو باندې بحث وکړي.
جمهور رئیس غني په دې اړه وویل، زموږ اساسي موخه دا ده چې ځمکه په پانګه بدله شي او د قانون په اساس د ځمکې نظام ولرو.
هغه زیاته کړه، لکه څنګه چې د ځمکې په اړه یوه ښه مسوده تنظیم شوې ده، اړتیا ده چې د اوبو په اړه هم داسې مسوده تنظیم شي.
غونډې له هر اړخیزو بحثونو او د ګډونوالو د لیدلورو او نظریاتو وروسته د ځمکې ملي پالیسي او د هغې تطبیقي ستراتیژي تائيد کړه.
ولسمشر د ځمکې برخه کې د پانګونې اړتیا مهمه وبلله او څرګنده یې کړه چې د ځمکې مدیریت باید د یو فرهنګ په توګه بنسټي شي.
د ده په خبره، د ځمکې د غصب موضوع د حکومت لپاره یوه جدي موضوع ده چې باید مخنیوی یې وشي او د ځمکې بحث باید د عامه مشارکت او ملي مشارکت په بحث بدل شي.
وروسته د انرژۍ او اوبو وزیر علي احمد عثماني او د یاد وزارت یو شمېر نورو مسوولینو د زیرزمیني اوبو د منابعو د مدیریت او انکشاف پالیسي غونډې ته وړاندې کړه.
هغوی وویل، د یادې پالیسۍ موخه د دې منابعو د خوندیتوب او پایدارۍ په موخه د زیرزمیني اوبو منابعو د ښه مدیریت تعین او له هغو څخه موثره او عادلانه استفاده ده، ترڅو د زیرزمیني اوبو منابع د اوسني او راتلونکو نسلونو اړتیاوو ته ځواب ویونکې وي.
همدارنګه هغوی د اجرائیو ارګانونو او د یادې پالیسۍ د لارښودو اصولو په اړه غونډې ته معلومات ورکړل.
د انرژۍ او اوبو وزیر د افغانستان جغرافیایي موقعیت تشریح کړ، وې ویل، د افغانستان غرنیتوب موږ له نورو هېوادونو څخه متفاوت کړي یو او د دې لامل شوی چې د اوبو ډېرې زېرمې ولرو.
ده زياته کړه، زموږ رسالت د اوبو تامین دی، اما د اوبو مصرف او ارزښت او همدارنګه د اوبو ظرفیت جوړولو او مدیریت باندې زیات کارونه وشي.
په دې اړه د ښار جوړولو وزیر، د کرنې وزیر، د جمهور رئیس سلاکار عباس بصیر، د جمهور رئیس سلاکار عبدالحمید هلمندي د یادې پالیسي په اړه خپل لیدلوري او وړاندیزونه شریک کړل.
جمهور رئیس په دې اړه وویل، موږ د اوبو د مدیریت برخه کې یو جدي بحث ته اړتیا لرو چې هم قانوني چوکاټونه او هم پالیسي مشخصه شي.
غني زیاته کړه، موږ باید په دې موضوع کې تخنیکي پوهې ته ارزښت ورکړو، ځکه د تخنیکي پوهې نشتوالي کې موږ بنسټیز کارونه نه شو ترسره کولی.
د هغه په وينا، د اوبو د مدیریت برخه کې همغږۍ ته اړتیا لرو او له اړوندو ادارو یې وغوښتل چې د هغوی وړاندیزونه او اقدامات د اوبو د مدیریت په ځانګړي ډول د زیرزمیني اوبو په اړه شریک کړي، ترڅو د یو منطقي مدیریت اساس کېښودل شي.
ده څرګنده کړه، د اوبو مدیریت باید په ملي بحث بدل شي او خصوصي سکتور، مدني ټولنه او خلک په دې بحث کې شامل شي.
د هېواد جمهور رئیس په پای کې وویل، موږ د لنډ مهالو او اوږدمهالو برنامو لپاره نقشو ته اړتیا لرو او د یو واضح پلان له لرلو پرته پایلې ته نه رسېږو.
هغه زیاته کړه، مشورتي او بین الوزارتي کارونه په دې اړه له موږ سره مرسته کولی شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.