چهارشنبه, ۱۹ غويی ۱۴۰۳

حکمتيار: له شړېدلې حکومته د سولې او امنیت راوستلو توقع تېروتنه ده

04 زمری 1396

کابل (٣ زمرى ٩٦): د حزب اسلامي مشر، قومونه د سولې او امنيت ټينګښت ته هڅوي، ټاکنې واک ته د رسېدو يوازينۍ لار بولي او وايي:"موږ پرېکړه کړې قاطع او جدي چاته اجازه نه ورکوو چې ارګ ته له دېوالونو ور واوړي".
گلبدين حکمتيار، چې نن يې کابل کې په يوه غونډه کې د لويې پکتيا قومي مشرانو ته وينا کوله، وويل چې ناټو، روسیه او د افغانستان "شړېدلى" حکومت سوله نه شې راوستلای او خلک بايد په خپله په خپلو سيمو کې د امنيت د ټينګښت لپاره کار وکړي.
هغه زیاتوي:"اوسنی حکومت په کابل کې امنیت نه شي تأمینولی، د ارګ په شاوخوا کې د امنیت له ټینګولو عاجز دى، و مو لیدل چې ځینو داخلي کړیو په نظام کې د ننه هڅه وکړه چې ارګ ته د دیوالونو له لارې ور واوړي، نو له داسې حکومته چې د خپل ځان له ساتنې عاجز وي د سولې او امنیت راوستلو توقع یوه ستره تېروتنه ده."
دغه راز حکمتیار وایې، ګاونډیان او د سیمې هېوادونه دا نه شي زغملی چې په څنګ کې یې یو پیاوړی او آرام افغانستان وي، ځکه د افغانانو له ستونزو غلطه استفاده کوي او د اور لمبې تازه ساتي.
هغه وويل، لویه پکتیا کې ستر، ستر قومونه مېشت دي، چې د خلکو شمېر یې تر لس میلیونه اوړي او ډېر يې وسلې هم لري.
د ده په خبره، که د دې سيمې له هر کور څخه یو، یو کس راووځي نو یو میلیون وسله وال پوځ ترې جوړیږي، داسې پوځ چې پاکستان او ایران يې نه لري.
دى وايي، ډاډه دى چې د لویې پکتیا لسمه برخه خلک د ټول افغانستان د امنیت د ټینګښت لپاره بسنه کوي.
حکمتیار وویل: "زه به له حقاني صاحب او د هغه له زامنو هم وغواړم چې د لویې پکتیا د قومونو ملګرتیا وکړي، له پرېکړو او جرګو سره یې مخالفت ونه کړي او د هغو پرېکړو ملاتړ يې وکړي چې قومي او مذهبي مشران یې کوي."
د حزب اسلامي مشر پرته له دې چې د چا او کومې کړۍ نوم واخلي، وویل ځينو کورنيو او بهرنيو کړيو چې په جګړه کې يې ګټه ده، افغانستان کې د جګړې د دوام او د سولې هڅو د شنډولو لپاره مټې بډ وهلې دي.
خو هغه په ټينګارسره وويل چې چا ته به په زرو واک ته د رسېدو اجازه ورنه کړي.
حکمتيار وايي:"موږ پرېکړه کړې قاطع او جدي چاته اجازه نه ورکوو چې ارګ ته له دېوال ور واوړي".
هغه وايي: "ټول دې پوه شي چې ټاکنې ارګ ته د رسېدلو یوازینۍ لار ده او له ټاکنو پرته د واک تر لاسو کولو ټولې لارې بندې دي. دا نظام باید هغه وخت بدل شي، چې بل مناسب بدیل ولرو، نه د سازش او کودتاه له لارې، نه د وسلې له لارې".
 دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشيد دوستم، د بلخ والي عطاء محمد نور او د اجرايیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق په دې وروستيو کې په ترکيه کې د يوې ناستې پر مهال ایتلاف جوړ کړی.
عطامحمد نور په دې وروستيو کې ويلي چې د امنيت خرابوالى، د داعش پيدا کېدل او پراختيا، د طالب او د هغه د جغرافيې ډېرېدل د اوسني حکومت تر ټولو سترې امنيتي نيمګړتياوې دي او که چېرې يې حکومت غږ وانه وري نو د خپلو خلکو او د خپلې سياسي ازادۍ لپاره به د هېڅ هېواد مرسته رد نه کړي.
د حزب اسلامي مشر، پرته له دې چې د ياد ايتلاف نوم ياد کړي وويل، هېڅوک نه شي کولای د ګواښونو او تهدید له لارې نظام کې خپله ونډه پراخه کړي.
حکمتيار وايي، د هر هغه ايتلاف ملاتړ کوي چې موخه يې په افغانستان کې د کړکېچ پاى ته رسول وي، خو هغه ايتلاف نه مني او پر وړاندې يې درېږي چې موخه یې د بحران دوام، د جګړې تودول او نظام کې د خپل واک پراخول وي.
ګلبدين حکمتيار وويل چې نور بايد په افغانستان کې تېرې ترخې تجربې تکرار نه شي او ټول بايد د زور له لارې د واک تر لاسه کولو هڅې ونه کړي.
هغه وايي:"د اوسني نظام ړنګول نه غواړو، ځکه دې نظام پورې د ولس برخلیک تړلی او هغه چې د دې نظام د ړنګېدو هڅه کوي او نظام کې د بدلون په موخه د زور له لارې د ارګ پر دیوالونو ورخیژي او کودتاوې کوي، هېڅکله به اجازه ورنه کړو تر څو خپلو شومو اهدافو ته ورسیږي.»
د دغه ګوند مشر، د افغانستان کړکېچ د پاى ته رسولو لپاره پر افغاني حل لاره ټينګار کوي او وايي چې دې موخې ته د رسېدو لپاره له ټولو سياسي ګوندونو سره خبرې کوي.  هغه وايي: "پرته له استثنا له ټولو سیاسي ډلو سره د شته ستونزو د حل په موخه خبرې کوو، هغه که دولت کې شاملې سیاسي ډلې وي او که غیر دولتي، نارینه وي که ښځینه، مجاهد وي که غیر مجاهد، حتی هغو سره هم د سولې او امنیت د ټینګښت په موخه کېنو چې په روانه جګړه کې پراخه برخه لري."
حکمتیار په ملي یووالي حکومت کې د حزب اسلامې د ګډون په اړه وويل: "په ناکام، شړېدلي او د ملت له حمایت محروم حکومت کې له داسې ګډون ډډه کوو چې نه اغېزمن وي او نه هېواد ته د خدمت کولو امکان او فرصت په کې تر لاسه کولاى شو."

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.