چهارشنبه, ۱۹ غويی ۱۴۰۳

کرزى : پاکستان دې له ترهګرو سره همکاري پرېږدي

04 زمری 1396

کابل (٣ زمرى ٩٦) : پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان د لاهور ښار پر چاودنې خواشيني څرګنده کړې او له دغه هېواد يې غوښتي چې له سخت دريځۍ او ترهګرۍ سره همکاري پرېږدي.
پرون د پاکستان د پنجاب ايالت په لاهور ښار کې د يوې چاودنې له امله ٢٨ تنه ووژل شول او تر ٥٠ زيات ټپيان شوي وو چې ډېرى يې پوليس او عام وګړي وو.
د پاکستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان په لاهور ښار کې تروريستي بريد او د ملکي وګړ پر مرګ ژوبله خپله ژوره خواشيني څرګنده کړه.
د هغه له دفتر څخه د زمري په ٣مه، رسنیو ته په يوه را لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزى دا ډول بريدونه د ټولو بشري موازينو او اسلامي احکامو خلاف عمل بولي .
کرزي د پاکستان پر حکومت غږ کړى چې د ترهګرۍ او سخت دريځۍ پالنه او له هغوی سره همکاري پرېږدي، تر څو سيمه او په خاصه توګه افغانستان او پاکستان له دغې خبيثې دايرې څخه ازاد شي.
پخواني ولسمشر هيله څرګنده کړه چې پاکستان له افغانستان سره له يوې متمدنې لارې او د ټينګې او صادقانه همکارۍ په مرسته دغه ناورين ته د پای ټکی کېږدي.
دغه راز نوموړي له پاکستان سره د نېکو او حسنه اړيکو د لا زيات ټينګښت هيله څرګنده کړه او ويې ويل چې د پاکستان ولس د افغانانو وروڼه دي او افغانان د دوی په غم او ښادۍ کې ځانونه شريک بولي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.