چهارشنبه, ۱۹ غويی ۱۴۰۳

د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو لس خبریالان وژل شوي

04 زمری 1396

کابل (٣  زمرى ٩٦): د افغانستان د خبريالانو د خونديتوب کمېټه د ٢٠١٧کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د هېواد په کچه له خبريالانو سره د تاوتريخوالي د ٧٣ قضيو د ثبت خبر ورکوي او وايي چې دا شمېرې د وروستيو ١٦ کلونو لومړيو شپږو مياشتو کې بې مخينې دي.
د يادې کمېټې مشر نجيب شريفي نن د خبريالانو د خونديتوب کمېټې د شپږ مياشتيني راپور د وړاندې کولو پر مهال وويل چې په وروستيو ١٦کلونو کې افغانستان کې له خبريالانو سره د تاوتريخوالي ٦٧٩ قضيې ثبت شوې دي.
هغه زياته کړه چې د روان زېږديز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ثبت شوې قضيې له خبريالانو سره د تاوتريخوالي، وهلو ډبولو، ټپي کولو، سپکاوي، ګواښ او لنډمهالو نيونو څخه عبارت دي.
نوموړي وويل، تر لاسه شوې شمېرې څرګندوي چې د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالى د ٢٠١٦ کال د شپږو لومړيو مياشتو په پرتله چې ٥٤ قضيې يې ثبت شوې وې، ٣٥سلنه زياتوالى په کې راغلى دى.
هغه وويل چې د روان زېږديز کال لومړيو شپږو مياشتو کې د رسنيو لس خبريالان او کارکوونکي په مخامخ ډول ترهګريزو بريدونو کې وژل شوي چې مسووليت يې طالبانو او داعش منلى دى.
د افغانستان د خبريالانو د خونديتوب کمېټې د معلوماتو له مخې، د يادو لسو کسانو له ډلې يې څلور کسان د ننګرهار پر ملي ټلويزيون د داعش بريد، دوه يې د ملي شورا پر الحاقيه ودانۍ د بريد په ترڅ کې او څلورو نور هم کابل کې د المان سفارت مخې ته د موټر بمب چاودنه کې له منځه تللي دي.
د ځينو راپورونو له مخې، د ملي شورا پر الحاقيه ودانۍ د شوي بريد مسووليت طالبانو او د المان سفارت مخې ته د شوي موټر بمب بريد مسووليت داعش پر غاړه اخيستى دى.
شريفي زياته کړه چې د روان کال لومړيو شپږو ورځو کې ١٢ خبريالان ژوبل شوي او ١٩ نور وهل ډبول شوي دي، له ١٨ نورو سره ناوړه چلند شوى، پنځه خبريالان نيول شوي او درې نور خبريالان له سپکاوي ډک چلند سره له دندو ګوښه شوي دي.
نوموړي څرګنده کړه چې له خبريالانو سره د تاوتريخوالي څه باندې ٦٣ پېښې د حکومتي کسانو لخوا شوې او د دولت وسله وال مخالفين يې په دويمه کچه کې راځي.
د شريفي په خبره، د روان کال په شپږو مياشتو کې د ٦٣ يادو شوو مواردو له ډلې حکومت ته منسوب کسان د تاوتريخوالي د ٣٤مواردو مسوول وو چې عمده لامل يې د ياد شوو کسانو او بنسټونو له لوري د غير قانوني کړنو نه د پردې پورته کول دي او تر دې وروسته د ډېرو پېښو مسووليت د طالبانو او داعش پر غاړه دى.
هغه وويل چې په ځينو مواردو کې د ملي شورا او ولايتي شوراګانو غړي، زورواکي او نا پېژانده افراد د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي لامل شوي دي.
د هغه په خبره، په ختيځ او مرکزى زون کې د خبريالانو پر وړندې د تاوتريخوالو د اوچتې شمېرې او په سويل ختيځ زون کې د تر ټولو کمو پېښو شاهدان دي.
شريفي زياته کړه: ((د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي زياتوالي د خبريالانو د خونديتوب او بيان ازادۍ په برخه کې چې د تېرو ١٦ کلونو ستره لاسته راوړنه ده، زموږ جدي اندېښنې پارولې.))
هغه په ټينګار سره وويل، که چېرې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي او ګواښ اندازه په همدې ډول دوام ولري، په لومړيو کې ممکن د خبريالانو او رسنيو ترمنځ ځان سانسو رول دود شي او وروسته به د بيان ازادي چې د افغان حکومت او خلکو ستره لاسته راوړنه ده، له منځه لاړه شي.
د افغانستان د خپلواکو خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر د رسنيو په برخه کې د ښځو پر پيکه شتون اندېښنه وښوده او ویې ويل چې جګړه او نا امني په رسنيو کې د ښځو د نشتون عمده لاملونه دي.
نوموړي زياته کړه چې د لسو ولايتونو په ډله کې چې زابل، اروزګان، غور، پنجشير، پکتيکا، سرپل، لوګر، نورستان، لغمان او کونړ په کې شامل دي، هېڅ ښځينه کار کوونکي نه لري.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.