چهارشنبه, ۱۹ غويی ۱۴۰۳

طالبانو په بدخشان کې پر څو کليو اوبه بندې کړې دي

04 زمری 1396

فيض اباد (٣ زمرى ٩٦): د بدخشان ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې په ياد ولايت کې د طالبانو له لوري د يفتل پايان ولسوالى پر بزګرانو د کرنيز کانال د اوبو بندلو له امله د شا وخوا لس زره جريبه ځمکې حاصلات له ګواښ سره مخ دي.
د بدخشان ولايت د يفتل پايان ولسوال اما علي همدمي له رسنیو سره د خبرو پر مهال وويل چې وسله والو طالبانو له تېرو دوو مياشتو راهيسې د يفتل پايان د پنځو کليو کرنيز کانال اوبه بندې کړې او په بدل کې يې له بزګرانو د نغدو پيسو غوښتنه کوي چې بايد هر کلى د مياشتې وسله والو طالبانو ته سل زره افغانۍ ورکړي.
همدمي زياته کړه: "موږ پرون يو شمېر مخور او عالمان طالبانو ته ورولېږل، څو ياد موضوع د سولې له لارې حل او د حوزکان، ورنګ بالا، ورنګ پايين، غوزمرغ او پزلخارا کليو کرنيزې اوبه بيرته خوشې شي؛ په لومړيو کې يې خبر ومنله خو له هغه وروسته يې د نغدو پيسو غوښتنه وکړه."
نوموړي وويل چې اوسمهال د خلکو کرنيزې ځمکې او د مېوو باغونه وچ شوي او ان ونې هم د اوبو نه شتون له امله له منځه تللې او خلک اوسمهال د پيسو ورکړې ته نه دي چمتو او اوس يوازې پوځي حل لاره پاتې ده، چې بايد په اړه يې ګام پورته شي.
د يفتل پايان ولسوالى امنيه قوماندان سمونوال تاش محمد وويل، کله چې پرون سهار د يفتل پايان يو شمېر علما او سپين ږيري د اوبو خوشي کولو په موخه طالبانو ته ولاړل، نو په لومړيو کې يې د هغوى غوښتنه ومنله او بيا يې له غرمې وروسته دوه بجې پر يفتل پايان بريد وکړ او جګړې د شپې تر ١١ بجو پورې دوام وکړ.
نوموړي زياته کړه: "موږ هلې ځلې کوو، چې يفتل پايان د وسله والو له وجود پاکه کړو، څو د خلکو کرنيزې اوبه د هغوى له منګولو وژغورو او يادې ستونزې ته د پاى ټکى کېږدو."
د يفتل پايان د حوزکان کلي اوسېدونکي ملا جهانګير وويل: "د ميوې شپږ باغونه لرم، چې هر يو يې د ميوې له زرو ونو زياتې لري او وسله والو مخالفينو چې د تېرو دوه مياشتو په ترڅ کې اوبه بندې کړې، له ٤٥ سلنه زياتې ونې مې وچې شوې او له منځه تللې دي."
وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.