چهارشنبه, ۱۹ غويی ۱۴۰۳

د افغانستان د ١٩ کلنو کرکټ لوبډلې نړيوال جام ته لاره پيدا کړه

04 زمری 1396

کابل (٣ زمرى ٩٦): افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو لوبډلو غوراوي سياليو کې د شپږو پرله پسې برياوو خپلولو سره د دغو لوبډلو نړيوال جام ته لاره پيدا کړه.
د څلورو هېوادونو په ګډون دا سيالۍ تېره اوونۍ په سينګاپور کې پيل شوې وې او نن د افغانستان په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.
په دې سياليو کې افغانستان، نيپال، ماليزيا او کوربه هېواد سنګاپور برخه اخيستې وه او هره يوه لوبډله له بلې سره دوه لوبې کولې.
د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو د اړيکو مسوول فريد هوتک د زمري په ٣مه وويل چې افغانستان نن خپله وروستۍ او شپږمه لوبه له نيپال سره ترسره کړه.
د نننۍ لوبې پچه افغان ملي نولس کلنو لوبډلې وګټله او توپوهنه يې وکړه د افغانستان ١٩ کنو لوبډلې په ٤٦ اورونو کې د ١٠ لوبغاړو په سوځېدلو سره ١٩٥ منډې جوړې کړې او نيپال ته يې د ١٩٦ منډو هدف ورکړ.
دافغانستان له لوري ابراهيم ځدران سليزه ووهله او ١٠١ منډې يې جوړې کړې.
د نيپال لوبډلې ورکړل شوی هدف ترلاسه نه کړای شو او ټوله لوبډله يې په ۴۱ اورونو کې د ۹۹ منډو په جوړولو سره وسوځېدله.
د افغان ملي نولس کلنې لوبډلې د توپ اچونکو له لوري یوسف ځاځي ۴، مجيب ځدراڼ ۳، شمس ولي خېل، طارق ستانکزي او ظاهر پکتين يو ، يو لوبغاړی وسوځولو.
ابراهیم ځدراڼ د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
ملي نولس کلنې لوبډلې د غوراوي پړاو د سیالیو په ترڅ کې له ټولو ګډون کونکو لوبډلو څخه په ستر توپیر ټولې لوبې وګټلې او د يوې مخکښې لوبډلې په توګه یې د نړیوال جام سیالیو ته لارموندنه وکړه.
ټاکل شوې ده، چې د ١٩ کلنو لوبډلو نړيوال جام په ٢٠١٨ زېږديز کال کې په نيوزيلينډ ته ترسره شي.
افغانستان تر دې مخکې هم د ١٩ کلنو لوبډلو نړيوال جام سياليو کې برخه اخيستې ده.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.