چهارشنبه, ۱۹ غويی ۱۴۰۳

خوست کې د ایډز او تور زېړي د درملنې او سلا مشورو روغتیايي مرکز پرانیستل شو

04 زمری 1396

خوست ښار (۳ زمری ۹۶): په خوست کې د ايچ ای وي يا ايډز او د تور او سپين زېړي د درملنې، وقايې او د سلا مشورو روغتيايي مرکز پرانيستل شو.
د خوست والي حکم خان حبيبي د زمري په ٣مه، د دغه روغتيايي مرکز د پرانيستل کېدو پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر دغه مرکز باندې د عامې روغتيا وزارت له لوري څه باندې ۵۶ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
نوموړي زياته کړه، په دغه روغتيايي مرکز کې ټول هغه سهولتونه او لوازم موجود دي چې د اېچ ای وي او د تور او سپين زېړي په ويروس باندې اخته کسانو په درملنه، وقايه او سلا مشورو کې ترې ګټه پورته کيږي.
والي وايي: ((زما له ټولو هغو وروڼو او خويندو څخه چې د اېچ ای وي او يا د تور او سپين زېړي په ناروغيو اخته وي، دغه مرکز ته دې راشې، په تدريجې او په وړيا ډول د هغوی درملنه کېږي او وقايه ورته کېږي.))
د خوست د عامې روغتيا ريیس ډاکټر حبيب شاه انصاري وويل چې په خوست کې د دغه مرکز جوړېدل يوه ستره لاسته راوړنه ده؛ ځکه د هغه په وينا په دغه ولايت کې د تور او سپين زېړي ناروغي ډېره خپره شوې او د ايډز د خپرېدو اندېښنې هم موجودې دي.
هغه زياتوي: ((د خوست په عامې روغتيا رياست کې د اېچ ای وي يا ايډز ۶۳ واقعې ثبت دي چې ۶ يې په تېرو شپږو مياشتو کې ثبت شوې دي او دا مرکز به له دوی سره د ايډز ويروس په مخنیوي کې ډېره مرسته وکړي)).
د روغتيا نړيوال سازمان يا ډبليو اېچ او د معلوماتو له مخې، په ټول افغانستان کې په تخميني ډول ۶۹۰۰ د اېچ ای وي يا ايډز واقعې موجودې دي.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د ايډز د ملي کنترول پروګرام مسوول ډاکټر احسان الله احسان بيا پژواک ته وويل چې له دوی سره په رسمي ډول د اېچ ای وي يا ايډز ۲۲۹۰ پېښې ثبت دي.
((د ايډز واقعات په افغانستان کې په کنترولېدو دي، ولې اعلاج يې يو څه مشکل دی، خو له نېکه مرغه چې اوس هغه امکانات او فرصتونه په افغانستان کې شته او د دې ناروغۍ درملنه يې يو څه اسانه کړې ده.))
دا مهال په ټول هېواد کې د اېچ ای وي يا د ايډز ويروس د درملنې، مخنيوي او وقايې پنځه روغتيايي مرکزونه موجودي دي چې د هغې جملې يو يې نن په خوست کې په فعاليت پيل وکړ.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.