دوشنبه, ۳۱ غويی ۱۴۰۳

په شاولیکوټ کې د وسله والو له خوا د یرغمل شوو وګړو د برخلیک په اړه معلومات نشته

04 زمری 1396

کندهار (۳ زمری ۹۶): د کندهار امنیتي چارواکي وايي، په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د وسله والو له خوا د یرغمل شوو ملکي وګړو د برخلیک په اړه معلومات نشته.
که څه هم چارواکو خبر ورکړی و چې کشفي ارګانونه د یرغمل شوو وګړو د ساتلو د ځای پر تثبیتولو کار کوي، څو هغوی د وسله والو له بنده خلاص کړي، خو داسې ښکاري چې تر دې مهاله په دې کار کې پاتې راغلي دي.
وسله والو طالبانو پنځه ورځې وړاندې دغه ملکي وګړي د کندهار- اروزګان پر لار د شاولیکوټ ولسوالۍ اړوند د ماڼو او چنار په سیمو کې هغه مهال یرغمل کړل چې پر امنیتي پوستو او یوې پوځي قرارګاه یې بریدونه وکړل.
وسله والو د یرغمل شوو ۷۰ ملکي وګړو له ډلې ۷ تنه وژلي، ۳۰ تنه یې بېرته خوشې کړي او ۳۳ تنه لا هم ورسره بندیان دي.
د کندهار د امنیې قومانداني ویاند ضیا دراني وویل، د امنیتي ځواکونو کشفي ارګانونه لا هم د یر غمل شوو وګړو د ساتلو د ځای پر تشخیصولو کار کوي، خو تر اوسه بریالي شوي نه دي.
ده زیاته کړه، اوس مهال د یرغمل شوو  وګړو د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نه لري، خو داسې ښکاري چې هغوی لا هم له وسله والو سره بندیان دي.
د ده په خبره، امنیتي ځواکونه په ټول توان د یرغمل شوو وګړو د خلاصون په موخه له ممکنه لارو چارو کار اخلي.
بل خوا وسله والو طالبانو د خبرپاڼې په خپرولو سره د ملکي وګړو د نیولو په اړه د چارواکو څرګندونې بې اساسه ګڼلې دي.
د دغې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي وايي: ((څو ورځې وړاندې طالبانو د شاولیکوټ ولسوالۍ په چنار، ماڼو او باغ دهسره سیمو کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل او ټولې پوستې یې ونیولې چې پر مهال یې ګڼ شمېر پولیس ووژل شول او ۱۷ تنه ونیول شول چې له تحقیقاتو وروسته بېرته پرېښودل شول.))
د ده په خبره، له دوی سره د ملکي وګړو په نوم څوک بندیان نه دي.
خو د شاولیکوټ ولسوالۍ د ماڼو، چنار او یو شمېر نورو سیمو شاوخوا ۵۰ اوسېدونکي چې د وسله والو د بریدونو له امله کندهار ښار ته راغلي، وايي چې د یادو شوو کلیو ډېری اوسېدونکي وسله والو طالبانو بيولي چې یو شمېر یې هغوی وژلي او ګڼ نور اوس هم ورسره بندیان دي.
حاجي محمد نعیم د هغو ۷۰ کسانو له ډلې یو دی چې وسله والو یرغمل کړي وو او د ده په ګډون یې ۳۰ تنه له پلټنو وروسته خوشې کړي وو.
نوموړي پژواک اژانس ته وویل: ((په هغه شپه وسله وال چې زینې ورسره وې، د کورونو پر دېوالونو را واوښتل، د هر سړي لاسونه یې په خپل کور کې وتړل او له ځانونو سره یې بوتلل.))
دی وايي، دوی یې د پلټنو لپاره د شاولیکوټ ولسوالۍ د پریان سیمې ته بوتلل، هلته لسګونه بېلابېل موټر تر سترګو کېدل چې وسله وال په کې له خپلو وسلو سره سپاره وو.
د ده په خبره، دوی ورته قسمونه وکړل چې له دولت سره کار نه کوي، وروسته د سیمې سپین ږیري هم ورغلل او زارۍ یې ورته وکړې.
هغه زیاته کړه، وسله والو یو شمېر کسان ووژل، یو شمېر یې خوشې کړل او ګڼ شمېر کسان یې لا هم له ځانونو سره ساتلي دي.
دی وايي، د وسله والو له بنده تر ازادېدو وروسته د خپلې کورنۍ له غړو سره په یوه جوړه جامو کې راوتلی او هر څه یې همداسې پرې ایښي دي.
د محمد قاسم په نوم یوه بل تن هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل، طالبانو ورسره دا هر څه له دې امله کوي ګواکې د دولت ملاتړ کوي.
ده هم وویل چې ماشومان یې په کلي کې بې سرپرسته پرې ایښي، خو خپله یې ځان تر کندهار ښار پورې را رسولی دی.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني وویل چې د جګړې له امله د همدغو بې ځایه شوو شاوخوا ۵۰ وګړو سره د امنیې قوماندانۍ له خوا مرسته شوې ده.
ده وویل، په مرسته کې هر تن ته درې زره نغدې افغانۍ، وریجې، اوړه، غوړي او نور توکي ورکول شول.
خو د ده په خبره، امنیه قوماندان له پېښو سره د چمتووالي له ریاست څخه غوښتي چې له دغو خلکو سره نورې مرستې هم وکړي.
شاولیکوټ ولسوالي چې د کندهار- اروزګان لار هم ورڅخه تېرېږي، د کندهار ښار شمال لوري ته د ۴۰ کیلو متره په واټن پرته ده چې په دې وروستیو کې په کې د وسله والو بریدونه او فعالیتونه ډېر شوي دي.
له همدې امله له تېرو څو ورځو راهیسې د کندهار- اروزګان لار هم تړلې ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي، وسله والو د دغې لارې په اوږدو کې ماینونه ځای پر ځای کړي چې امنیتي ځواکونه یې پر کشف او شنډولو بوخت دي.
ده وویل، ډېر ژر به دغه لاره د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.