دوشنبه, ۳۱ غويی ۱۴۰۳

د ښار پراختيا شورا د ښاري فاضلاب او اوبو رسونې د پالیسۍ طرحه تاييد کړه

04 زمری 1396

کابل (٣ زمرى ٩٦): د ښار پراختيا عالي شورا په غونډه کې د ښاري فاضلاب او اوبو رسونې د پالیسۍ طرحه تاييد شوه، خو څرګنده شوه چې د دې طرحې د لا بډاينې لپاره دې په دې طرحه لا نور کار هم وشي.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ پرون مازیګر د ښاري پراختیا عالي شورا غونډه وکړه.
سرچينه کاږي، په دغه غونډه کې چې په ارګ کې وشوه، د ښاري فاضلاب او اوبو رسونې د پالیسۍ په طرحې، اصنافو ته د فعالیت جواز د صدور بهیر په اسانولو، د کابل ښاروالۍ د خدمتونو فیس په راټولولو، د لښکرګاه د شنه کمربند د معضلې په حل او د کندهار ښار په نهمې او دولسمې ناحیو کې د ملکیت سندونو په وېش بحث او خبرې وشوې.
په پيل کې د کور او ښار جوړولو وزیر سید سعادت منصور نادري د ښار جوړولو وزارت د کړنو په اړه معلومات ورکړل، وې ویل، افغانستان د هبیتات د مدیره پلاوي غړیتوب ترلاسه کړی او دا د افغانستان لپاره ستر بری دی.
ورپسې د کور او ښار جوړولو وزارت د اوبو رسونې او کانالیزیشن رئیس ریاض درمل د ښاري فاضلاب او اوبو رسونې د پالیسۍ طرحه غونډې ته وړاندې کړه.
هغه د فاضلاب او اوبو رسونې په سکتور کې وروستیو بدلونونو، د کابل ښار تر ځمکې لاندې اوبو د ککړتیا، د ښاري اوبو د مدیريت په خاطر د دندو وېش، د پرمختګونو او اصلاحاتو له لارې د خلکو د ژوند په سویه کې د مثبت بدلون راوستو په خاطر د پالیسۍ لرلید، د اوبو رسونې سکتور مخې ته پرتو ننګونو او د پالیسۍ د اصولو او منځپانګې په اړه معلومات ورکړل او د دغې پالیسۍ د سټراټيژیک کاري پلان د ملاتړ، د اوبو رسونې او فاضلاب د تنظیم ادارې د جوړولو او د اوبو قانون د ۳۹مې مادې تعدیل په اړه خپل وړاندیزونه غونډې ته وړاندې کړل.
د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب زي وویل، د اوبو رسونې او فاضلاب په برخه کې بنسټيز کار او پالیسۍ ته اړتیا ده.
هغه زیاته کړه، د پارکونو د اوبو په برخه کې هم جدي ستونزې موجودې دي.
ولسمشر وویل، د ښاري اوبو رسونې او فاضلاب په اړه وړاندې شوې پالیسۍ لا زیات کار غواړي، په دغې پالیسۍ کې باید لګښتونه په کره توګه وسنجول شي، سرچینې او کارونه باید په څرګنده توګه اولویت بندي شي.
هغه زیاته کړه، د کارونو په اولویت بندۍ کې باید مشخص شي چې کوم اقدامات په یو وخت کې ترسره شي، همدارنګه دې دا موضوع روښانه شي چې دا پالیسي موخې ته د رسېدو په برخه کې موږ سره څومره مرسته کولی شي.
نوموړي د اوبو په اولویت بندۍ ټینګار وکړ، وې ویل، د دې اړتیا لیدل کېږي چې د اوبو د مدیریت بیړني توب په پام کې ونیسو چې د اوبو له بحران څخه مخنیوی وشي او د تجدید وړ سرچینو په سر دې بحث وشي.
د ده په وينا، لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله اقداماتو ته اړتیا ده، د سېلابونو ستونزې دې په پام کې ونیول شي چې د احتمالي زیانونو مخنیوی وشي.
هغه زیاته کړه، د اوبو د لګولو په هکله عامه پوهاوی مهم دی چې خلک خپله په اوبو کې اصراف ته پام وکړي.
غونډې دغه پالیسي تائید کړه او څرګنده یې کړه چې دا لا زیات کار ته اړتیا لري، ترڅو ټولو پوښتنو ته په کې ځواب وویل شي. همدارنګه ټینګار وشو چې په دې برخه کې د خصوصي سکتور او د خلکو نظر اخیستو لپاره دې یوه کمېټه جوړه شي.
ورپسې د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب‌زي د اصنافو د فعالیت جواز د صدور او د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو د فیس راټولولو او اصلاح کولو بهیر په اړه معلومات وړاندې کړل.
هغه څرګنده کړه چې په دې طرحه کې د کابل ښار د اصنافو د وضعیت تحلیل، د کابل ښار د اصنافو د فعالیت جواز صدور او ثبت د اوسني بهیر تحلیل، د فعالیت اجازه، د صنفي جواز په اخیستو او تمدید کې ستونزې او اندېښنې، د متشبثینو له نظره حل‌لارې او توقعات، د صنفي فعالیت جواز اخیستو فیس او د صدور بهیر د اسانولو او اصلاح موخې، د ښاري خدمتونو د کلني فیس ورکړه، په (ODK) سرور سیستم کې د کابل ښار د اصنافو ثبت، د دست فروشانو د ټولنیز او اقتصادي اړخ څېړنه، د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو وړتیا لوړول، د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د صنفي جواز د صدور د نوي بهیر پیل تطبیقي پلان په کې شامل دی.
د غونډې ګډونوالو په یادې موضوع له هره اړخه بحث وکړ او خپل نظرونه یې وړاندې کړل.
جمهور رئیس غني د کابل ښاروالۍ برنامې مثبتې وبللې او ټینګار یې وکړ چې د اسانولو بهیر باید همدغه شان دوام وکړي.
هغه زیاته کړه، د جواز د صدور په اړه که د قوانینو تعدیل ته اړتیا وي، اړوند مسوولان دې پیشنهادونه وړاندې کړي.
په دغه غونډه کې د کلیو پراختیا وزیر نصیراحمد دراني د ټاکل شویو اهدافو په تطبیق کې د ادارو ترمنځ همغږي مهمه وبلله.
ورپسې د هلمند ښاروال مطیع الله بهیر د لښکرګاه د شنه کمربند د معضلې د حل په اړه خبرې وکړې او په دې اړه یې غونډې ته خپله طرحه وړاندې کړه.
غونډې د لښکرګاه د شنه کمربند د معضلې د حل په خاطر د هلمند ښاروال او نورو اړوندو مسوولانو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د کندهار ښاروال روښان ولسمل د کندهارښار د نهمې او دولسمې ناحیو لپاره د ملکیت سند وېش طرحه او د دغه ولایت د قول اردو ساحې پلان غونډې ته وړاندې کړ.
د ښاري پراختیا عالي شورا له هراړخیز بحث وروسته، دغه طرحه په پرنسیپ کې تائيد کړه او د کور او ښار جوړولو وزارت، د ځمکو خپلواکې ادارې او د کندهار ښاروالۍ ته یې لارښوونه وکړه چې په دې اړه د لا زیات بحث لپاره یوه تخنیکي ناسته وکړي او د هغې عملي پلان له جزئیاتو سره ترتیب کړي.
غونډې د کندهار ولایت د صنعتي پارکونو د برخلیک په اړه هم بحث وکړ او جمهور رئیس لارښوونه وکړه چې د ځمکې په برخه کې دې د پانګوالو او سوداګرو ستونزه حل شي، همدارنګه دې بشپړ پلان او راپور ترتیب شي چې معلومه شي څنګه له دغې ځمکې ګټه واخیستل شي.
همدارنګه د کندهار د پخوانۍ قول اردو په ځمکه کې د ځینو ستونزو د رامنځته کېدو په اړه چې پخوا په شنې ساحې بدله شوې وه، هم بحث او خبرې وشوې.
غونډې اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه چې د دغې معضلې د حل په خاطر یو پلاوی سیمې ته ولېږي چې جمهوري ریاست ته د یاد پلاوي د موندنو له وړاندې کولو وروسته په دغه برخه کې لازم اقدامات وشي.
دغه راز غونډې اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه چې د کندهار د قول اردو ځمکې ساحه دې له غصب څخه د مخنیوي په خاطر په اغزن سیم احاطه کړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.