یکشنبه, ۳۰ غويی ۱۴۰۳

د جاني خېلو په جګړه کې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

04 زمری 1396

ګردېز (٤ زمرى ٩٦): د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې د جاني خېلو ولسوالۍ په جګړه کې تر اوسه ٣٠ وسله وال طالبان وژل شوي او په همدغه شمېر نور ټپيان دي.
تېره ورځ امنيتي سرچينو، د سيمې اوسېدونکو او وسله والو طالبانو وويل چې د جاني خېلو ولسوالۍ طالبانو نيولې ده.
خو د کورنيو چارو وزارت او د پکتيا امنيتي چارواکو د جاني خېلو ولسوالۍ د سقوط خبره په کلکه رد کړه.
دوى ويل چې سيمې ته يې تازه دمي ځواکونه استولي او له وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت دي.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سردارولي تبسم د زمري په ٤مه وويل چې د جاني خېلو په جګړه کې تر اوسه ٣٠ وسله وال طالبان وژل شوي او ٣٠ نور ټپيان دي.
تبسم وايي چې په ولسوالۍ کې لا هم جګړه روانه ده او امنيتي ځواکونو د وسله والو په ځپلو او پر شا تمبولو کې پرمختګ کړی دی.
هغه په دې جګړه کې د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.
هڅه مو وکړه چې د جاني خېلو د جګړې په اړه د سيمې د اوسېدونکو نظر هم واخلو خو هلته يوه مخابراتي شبکه هم فعاليت نه کوي.
بل لور ته وسله وال طالبان بيا وايي چې په دې جګړه کې ګڼو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وويل چې په دې جګړه کې طالبانو ١٩ امنيتي سرتيرو ته مرګ ژوبله اړولې ده او څو تنه پوليس يې ژوندي نيولي دي.
مجاهد زياتوي چې په دې جګړه کې تر اوسه درې طالبان وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
د يادونې ده، تېره ورځ ولسمشر محمد اشرف غني اړوند ارګانونو ته امر وکړ چې د پکتيا جاني خېل او د غور ولايت تيوره ولسوالۍ په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه کړي.
جاني خېل د پکتيا د مرکز ګردېز شاوخوا ۸۵ کيلومترۍ کې پرته سرحدي ولسوالي ده  چې تېر کال هم وسله والو طالبانو د څو ورځو لپاره نيولې وه.
دغه ولسوالۍ د پکتيا له څمکني او ډنډ پټان او د خوست ولايت له موسى خيلو ولسوالۍ سره هم ګډه پوله لري.
د سيمې اوسېدونکي وايي که چيرې جاني خېل سقوط وکړي نو يادې ولسوالۍ هم له امنيتي ګواښ سره مخ کيږي.
د يادونې ده، د جاني خېلو ولسوالۍ ډېره برخه د نښترو او جلغوزو پر ونو پوښل شوې چې چريکي جګړو ته يې زمينه برابره کړې ده.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.