دوشنبه, ۳۱ غويی ۱۴۰۳

سلګونو طالبانو د نورستان پر وانت ويګل ولسوالۍ ډله ييز بريد کړى

04 زمری 1396

جلال اباد (٤ زمرى ٩٦): سلګونو وسله والو طالبانو نن سهار د نورستان پر وانټ وايګل ولسوالۍ ډله ييز بريد کړی، خو چارواکي وايي چې بريد يې پر شا تمبول شوى دى.
د وانټ وايګل ولسوال رحمت الله رحمتي د زمري په ٤مه وويل چې سلګونو وسله والو طالبانو پر ولسوالۍ له څلورو خواوو بريد کړی دی.
هغه زياته کړه چې وسله وال د کونړ، لغمان او نورستان له اوو ولسواليو راټول شوي دي.
ولسوال وويل چې لا تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه دقيق معلومات نشته، خو نښته روانه ده.
د نورستان والي حافظ عبدالقيوم وويل چې دوى د وسله والو طالبانو له بريده خبر وو او بشپړ چمتووالى يې ورته نيولى و.
د  هغه په وينا، تر اوسه په دې جګړه کې ١٠ وسله وال وژل شوي، يو شمېر ټپيان دي او بريد يې پر شاتمبول شوى دى.
خو والي وايي چې اوس هم په سيمه کې سخته جګړه روانه ده.
په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن سهار وخته شاوخوا ٣٠٠ وسله والو پر وانټ ويګل ولسوالۍ بريد کړى و.
سرچينې زياته کړې چې وسله وال د ملي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شوي  او د هغوى بريد يې شنډ کړى دى.
سېلاب قول اردو وايي چې يادې ولسوالۍ ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي او جګړه يې په خپله ګټه کنټرول کړې ده.
بلخوا د سيمې يوه اوسېدونکي انجنير عبدالله وويل چې نښته سهار شپږ بجې پيل شوې او وسله وال د ولسوالۍ تر شاوخوا راټول شوي دي.
دی وايي وسله وال په دې هڅه کې دي، څو هغه پول چې له کونړه نورستان ته تللی هغه ونړوي او د جګړې سيمې ته د تازه ځواکونو د تګ مخه ونيسي.
خو ولسوال وايي چې د جګړې د مهار لپاره تازه دم سرتېري سيمې ته ورغلي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دوى نن سهار پر وانټ وايګل ولسوالۍ بريدونه پيل کړي، تر اوسه يې درې پوستې نيولي او يو شمېر دولتي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.