یکشنبه, ۳۰ غويی ۱۴۰۳

د کونړ ښځینه بندیانې د اسانتیاوو نه شتون له امله ننګرهار کې ساتل کېږي

04 زمری 1396

اسعداباد (٤ زمرى ٩٦): په کونړ ولايت په بېلابېلو ملکي، امنيتي، عدلي او قضايي ارګانونو کې د ښځينه کارکوونکو نشتوالي له امله د دغه ولايت ښځې له ګڼو ستونزو سرمخ دي او همدارنګه د یاد ولایت ښځينه بنديانې د ننګرهار په زندان کې ساتل کېږي.
مسوولين وايي چې د امکاناتو او اسانتياوو د نشتوالي له امله ننګرهار ته د ښځينه بنديانو په بیولو او راوستو کې هم له بېلابېلو ننګونو او ستونزو سره مخ دي.
د زندان مسوولين
د کونړ زندان مرستيال محمد يوسف وايي، کله چې د کونړ محکمه د ښځينه زندانيانو قضيې څېړي نو دوى ښځينه بنديانې له ننګرهاره محکمې ته راولي او تر محکمې وروسته يې بېرته ننګرهار ته لېږدوي.
ده زياته کړه: ((دا ستونزمن کار دى چې محکمو ته له بل ولايته بنديانې راولو او بيا يې بېرته لېږو، په لاره کې د امنيتي پېښو وېره هم وي.))
د يوسف په وينا، دوى د زندان په تشکيل کې نهه ښځينه پوليسې لري، خو اوس يواځې يوه ښځينه پوليسه لري چې په اوونۍ کې يوه ورځ د تلاشۍ لپاره راځي.
هغه وايي، که چېرې د ښځينه پوليسو د نشتوالي ستونزه يې هواره شي، نو دوى کولى شي چې ښځينه بنديانې همدلته د کونړ ولايت په زندان کې وساتي.
عدلي او قضايي مسوولين
د کونړ د استيناف څارنوالــۍ رييس څـــــارنيارعــــبدالاحد حيدري بيا وايي چې په دغه ولايت کې د ښځینه څارنوالانو لپار ځانګړې بستونه نشته خو په دې اړه يې لویې څارنوالۍ ته وړانديز کړی و او هغوى ورته يوه ښځينه څارنواله خدمتي معرفي کړې او اوس دلته کار کوي.
د نوموړي په وينا، په دې وروستيو کې چې دا څارنواله راغلې، نو د ښځينه دوسيو په څېړلو کې د ښځو لپاره ډېره اسانتياو رامنځته شوې ده.
د کونړ د استيناف څارنوالــۍ رييس وايي چې په دغه ولايت کې د ښځينه مدافع وکيلانو شمېر ډېر کم دى او د يو لړ ستونزو او کلتوري محدودیتونو له امله ښځې نه غواړي چې د مدافع وکيلې په توګه کار وکړي.
د کونړ د محاکمو رييس قضاوتمند جمال الدين وايي چې اوسمهال د دغه ولايت په محاکمو کې ښځينه قاضيانې او مدافع وکيلانې نشته.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې يوه موسسه د ښځو له حقونو د دفاع په موخه فعاليت کوي، خو کارکوونکي يې نارينه دي.
د نوموړي په وينا، دغه موسسه د هغو ښځو لپاره چې له تاوتریخوالي سره مخ شي دفاعيې جوړوي، مرسته او همکاري ورسره کوي.
د محاکمو رييس وايي چې په محکمه کې يې يوه مېرمن د ښځو د تلاشۍ په موخه مقرره کړې او يوه پوليسه د امنيې قوماندانۍ له خوا په همدې موخه ورته لېږل شوې ده.
ده زياته کړه: ((ځينې ښځې چې دوسيې لري، نو قاضيانو سره مخامخ خبرې نه شي کولى، موږ بيا د يوې اجيرې کارمندې په همکارۍ له هغوى سره مکالمه کوو.))
ښځينه کارکوونکې
په کونړ ولايت کې د فرهنګي او ټولنيزو ستونزو او دودونو له امله ډېرى ښځې دې ته زړه نه ښه کوي چې په دولتي ادارو کې کار وکړي، خو په دې وروستيو کې دا ستونزه یو څه کمه شوې.
د کونړ د ښځو چارو په رياست کې اجرائيه مديره لطيفه وايي چې د خپلې کورنۍ په خوښه يې دنده ترلاسه کړې، په لومړيو کې به خلکو ورپسې خبرې کولې، خو اوس د خلکو خولې بندې شوې دي.
نوموړې  وويل، تر اوسه له کومې ستونزې سره نه ده مخ شوې، خو په لومړيو کې به چې کله دفتر ته راتله، نو په لاره کې به وېرېده.
هغې له حکومته وغوښتل چې په عدلي او قضايي ارګانونو کې ښځينه کارمندانو ته د کار زمينې برابرې کړي، څو د ښځو قضيې په ښه توګه وڅېړل شي.
د ښځو چارو يوه بله کارکوونکې الهاميه چې له تېرو ١٣ کلونو راهيسې دنده ترسره کوي، په لومړيو کې يې کورنۍ او خسرګنۍ له دندې سره مخالفت کاوو، خو د خاوند تر اجازې وروسته خپله دنده په ښه توګه ترسره کوي.
دې زياته کړې: ((که چېرې ښځې په ادارو کې کار ونه کړي، نو د ښځې اړوند ستونزې به څه ډول هوارې شي؟))
۲۲ کلنه صديقه چې څلور کاله وړاندې له دوولسم ټولګي فارغه شوې وايي، پښتنې پېغلې چې په هره کچه زده کړې وکړي واک يې د پلار، مور، خاوند او وروڼو سره وي او هغوی اجازه نه ورکوي چې په دولتي ادارو کې دندې ترسره کړي.
هغې  وويل، ښځو ته دلته د دندو ترسره لپاره شرايط هم برابر نه دي، خلک ورپسې ډېرې بدې خبرې کوي، حتى پېغور هم ورکول کېږي.
دې زياته کړه: ((موږ غواړو چې په دولتي ادارو کې دندې ترسره کړو، څو د خپلو هېوادوالو په ښه توګه خدمت وکړى شو.))
د کونړ پوهنتون محصله مسلمه وايي چې دلته د ښځو د سواد کچه ډېره ټیټه ده او په ټیت سواد ښځو ته هېڅکله دندې نه ورکول کېږي.
د هغې په وينا، بله ستونزه دا ده چې په يوه اداره کې يوه ښځه هېڅکله کار نه کوي څو چې نورې ښځې ورسره نه وي ګومارل شوې. د نوموړې په وينا، د ښځو چارو په رياست کې تر ښځو نارينه کارکوونکي ډېر دي.
قومي مشران او خلک
د دغه ولايت يو قومي مشر حاجي شمس الرحمن وايي چې په کونړ کې ښځې ځکه په دولتي ادارو کې دندو ته زړه نه ښه کوي چې کاري چاپېريال سم نه دی برابر شوی.
هغه  وويل چې په ازموينو کې دوى ته خپل حق نه ورکول کېږي او ډېری يې له دولتي دندو اخيستو څخه انکار کوي.
نوموړي زياته کړه چې په ځينو ادارو کې ښځينه کارکوونکې د نورو کارکوونکو له خوا ځورول کېږي او يا يې په موبايلونو عکسونه اخيستل کېږي چې دا هم په دولتي ادارو کې د ښځو د نه کار کولو ستر لامل دى.
د سرکاڼو ولسوالۍ يو اوسېدونکى سميع الله وايي چې ښځې بايد له دې خبرې شي چې دوی هم لکه د نارينه وو مساوي حقوق لري او کولی شي په ټولنيزو، سياسي او انکشافي پروګرامونو کې پراخه ونډه واخلي.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې ښځې ځانونه محکومې ګڼي، دوى فکر کوي چې واک يې له پلار او خاوند سره دى؛ ځکه دولتي ادارو کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي.
نوموړي زياته کړه: ((دا چې په امنيتي، عدلي او قضايي ارګانونو کې ښځينه کار کوونکې نشته، نو د ښځو اړوند قضيې او دوسيې همداسې پټې او ښځې له خپلو حقه حقوقو څخه محرومې پاتې شي.))
بلخوا د ولايت د مرکز اسعداباد ښار يو اوسېدونکى سفر صافی وايي چې د امتيازاتو او معاشونو د کموالي له امله ښځې په دولتي ادارو کې کار نه کوي.
دولتي چارواکي
د کونړ د مرکزي زندان امنيتي مرستيال سمونوال محمد يوسف وايي چې دوى په خپل زندان کې ښځينه زندانيانې نه شي ساتلې او هغوى د ننګرهار ولايت زندان ته لېږدوي.
هغه  وويل چې نه ښځينه پوليس لري او نه هم ښځينه زندانیانو لپاره مناسب ځای.
د نوموړي په وينا، له تېرو شپږو کلونو راهيسې ١٦ ښځينه زندانيانې چې محکمو پرې د قيد پرېکړه کړې، د ننګرهار زندان ته لېږلې دي.
د ننګرهار د محبس امر عبدالولي حصارک ومنله چې د کونړ ښځينه زندانيانې د دغه ولايت په زندان کې ساتل کېږي.
هغه  وويل چې په کونړ کې د ښځينه بنديانو د ساتلو امکانات نشته؛ ځکه يې دلته رالېږي، څو قيد يې بشپړ شي.
د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم وايي چې په کونړ ولايت کې د دوديزو او کلتوري محدوديتونو له امله خلک زړه نه ښه کوي چې د ښځينه پوليسو له ليکو سره يو ځاى شي.
هغه  وويل چې دوى د لوستو ښځو ګومارنې ته لومړيتوب ورکوي خو تر اوسه څوک نه دي حاضر شوي.
د مصمم په وينا، د پوهنې او روغتيا رياستونو کې يو شمېر ښځينه کارکوونکې شته، خو په نورو ادارو کې بيا دندې نه ترسره کوي، ښځينه کارکوونکو ته د معاشونو تر څنګ نور ځانګړي امتيازات هم په نظر کې نيولي، خو بيا هم څوک نه حاضرېږي.
د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت وايي چې په قوماندانۍ کې د ښځينه پولیسو ٤٢ تنه تشکيل ورکړل شوی چې ٧ يې ساتنمنانې او پاتې يې سرتېرې دي.
هغه  وويل چې د قومي مشرانو او ديني عالمانو د هلو ځلو په پايله کې تر اوسه په دې توانېدلي چې له ٤٢ تشکيل څخه يواځې اوه تنه پر دندو وګوماري.
د همت په وينا، دا ښځينه پوليسې د پاسپورټ، محاکمو رياست، ښځو چارو رياست او په ولايت مقام کې پر دندو بوختې دي.
امنيه قوماندان وايي: ((موږ د ښځينه پوليسو لپاره ډېر ښه شرايط اماده کړي، څو دوى وکولى شي په ښه توګه خپلې دندې پرمخ بوځي.))
د کونړ ولایت د ښځو چارو رييسه سهلا بابر وايي چې په دغه ولايت کې له يو پلوه د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي کچه مخ په ډېرېدو ده او له بل پلوه لوستې ښځې په دولتي ادارو کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي.
ده وويل: ((زموږ د ښځو چارو رياست په ١٤ تنو تشکيل کې يې ٩ نارينه دي.))
مېرمن سهلا له حکومت څخه غواړي چې په دولتي ادارو کې د ښځو لپاره بستونه زيات او ځای ورکړي، له يوه پلوه به جندر مراعات شي او له بل پلوه به ښځو ته د کار زمينه برابره شي.
هغې دا هم وويل چې په دغه ولايت کې هېڅ ښځينه قاضي او څارنوال نشته، ښځې نه شي کولى چې په ډاډه زړه خپلو قضيو پسې وګرځي.
د مولوي عبيدالله بهاري په نوم يو ديني عالم وايي چې اسلام له ښځو سره پر ښه سلوک کولو او د تاوتريخوالي نه کولو امر کړى دى.
نوموړي زياته کړه، اسلام پر نارينه او ښځينه دواړو زده کړې فرض کړې او د جهالت او ناپوهۍ له مله تاوتريخوالى زياتېږي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.