یکشنبه, ۳۰ غويی ۱۴۰۳

د وانټ وايګل جګړه کې ۱۴۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې 

04 زمری 1396

لومړى تعقيب- جلال اباد (۴ زمری ۹۶): د نورستان ولايت چارواکي وايي چې د دغه ولايت پر وانټ وايګل ولسوالۍ د سلګونه وسله والو طالبانو ډله ييز بريد يې پر شا تمبولی او ۱۴۵ وسله والو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
چارواکي وايي، جګړه د کوم بهرني هېواد پوځي منصبدارو رهبري کوله او پر مهال يې ۲ افغان سرتېري وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.
د راپورونو پر اساس، د زمري په ۴مه سهار شاوخوا اته بجې  سلګونه وسله والو طالبانو پر وانت وایګل ولسوالۍ ډله يیز برید وکړ او شاوخوا پنځه ساعته يې له ځايي امنيتي ځواکونو سره جګړه وکړه.
د وانت وايګل ولسوال رحمت الله رحمتي وویل چې امنیتي ځواکونو له بریدګرو وسله والو سره کلک مقاومت وکړ چې د جګړې په ترڅ کې يې ۴۵ وسله وال طالبان ووژل او تر سلو زيات نور يې ټپيان کړل.
نوموړي که څه هم کره شمېره وړاندې نه کړه خو زياته يې کړه چې په مړو او ټپي وسله والو کې بهرنيان هم شامل دي.
ولسوال وویل چې امنیتي ځواکونو برید پر شا تمبولی او ډاډ يې ورکړ چې ولسي خلکو ته زيان نه دی اوښتې.
دی وايي، د جګړې رهبري د بهرنيو استخباراتو له خوا کېده چې د جګړې په ترڅ کې دوه حکومتي سرتېري وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان شوي دي.
بلخوا د نورستان والي حافظ عبدالقيوم هم له رسنیو سره د خبرو پر مهال وويل، راپورونه يې ترلاسه کړي چې د ياد ډله ييز بريد رهبري د يو شمېر بهرنيو منصبدارو له لوري کېده خو دا يې ونه ويل چې د کوم هېواد منصبدار.
نوموړي دا هم وويل، وسله والو ځکه پر وانټ وايګل ولسوالۍ په دومره ستر قوت حمله وکړه چې د ستراتيژيک موقعيت له مخې ياده ولسوالۍ ډېره مهمه او د کونړ او نورستان له ډېرو ولسواليو سره سرحد لري.
والي د وسله والو او امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه وويل چې ۳۰ وسله وال وژل شوي او تر سلو زيات وسله وال او ۳ امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي.
حافظ عبدالقيوم وايي چې جګړه د استوګنې له کورونو لرې وه او د معلوماتو له مخې، تر اوسه د مرګ ژوبلې په ګډون عامو خلکو ته هېڅ زيان نه دی اوښتی.
د نورستان امنيه قوماندان مل پاسوال غلام محی الدین سروري که څه هم د وسله والو د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه درلودل؛ خو ټينګار يې وکړ چې ګڼو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دی وايي، وسله وال په لوی قوت سره د ولسوالۍ د نيولو لپاره راغلي وو خو د امنيتي ځواکونو مقاومت د دې سبب شو چې وسله وال پر شا وتمبوي.
د سيمې يوه اوسېدونکي وويل چې د جګړې پر مهال عامو خلکو ته تر ډېره زيان نه دی اوښتی خو د وسله والو له لورې يوه مېرمن ټپي شوې ده.
ملک حضرت سعيد  وويل، يوه ښځه چې وسله والو ته يې د سيمه ييز دود له مخې د قرانکريم نسخه د سوال په توګه په لاس کې نيولې او د جګړې د بندولو زارۍ يې ورته کولې وسله والو پر ډزو وژلې ده.
بلخوا وسله والو طالبانو رسنيو ته ويلي چې د وانټ وايګل په نښته کې يې  ولسوالۍ، امنيه قوماندانۍ او ځانګړې قطعه تر بريدونو لاندې راوستې دي.
د دوی وياند ذبيح الله مجاهد  په رالېږلي پيغام کې د ګڼو امنيتي پوستو د نيولو او ګڼو دولتي سرتېرو د مرګ ژوبلې دعوه کړې ده.
هغه زياته کړه، چې ولسوالي يې کلابنده کړې او اوس هم په سيمه کې جګړه روانه ده.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.