دوشنبه, ۳۱ غويی ۱۴۰۳

په ټول هېواد کې د رايې اچونې مرکزونو د ارزونې بهير پيل شو

16 زمری 1396

کابل د ټاکنو کمېسيون وايي چې د راىې اچونې د مرکزونو کره ځاى او شمېر معلومېدو په موخه، په کابل او بېلابېلو ولايتونو کې دغه مرکزونه ارزول کېږي.
دغه موضوع د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشاء مشر امام الدين وريماچ نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کړې وکړه او ويې ويل چې د ارزونې بهير نن په ټول هېواد کې پيل شوى دى.
هغه زياته کړه چې د راىې اچونې د مرکزونو د شمېر معلومېدل د ټاکنو په بهير کې د لا زيات روڼوالي لامل کېږي.
وريماچ زياته کړه: "د راىې اچونې د مرکزونو په اړه د شته نيوکو له امله، د دغو مرکزونو ارزيابي اړينه وه او د دغه پروګرام له مخې د راىې اچونې مرکزونه د نفوس، جغرافيايي موقعيت او د ارزونې د نورو معيارونو په پام کې نيولوسره له سره ټاکل کېږي."
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشاء مشر وويل چې اوسمهال په هېواد کې د راىې اچونې شاوخوا شپږ زره مرکزونه شته او ښايي له ارزونې وروسته چې ٤٥ورځې وخت نيسي، د دغو مرکزونو په شمېر کې بدلون راشي.
وريماچ په ډاګه کړه چې د راىې اچونې مرکزونو د ارزونې پروګرام د هغو کابو زر تنو کارمندانو له خوا پر مخ وړل کېږي چې پخوا روزل شوي او دغه به لومړى د ولايتونو مرکزونه او بيا ولسوالۍ و ارزوي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون دغه چارواکي وويل: "هغه مرکزونه چې پخوا په شخصي کورونو، خېمو او شخصي ځمکو کې جوړ شوي وو، لرې کړل شوي او دغه ټول به په دولتي ښوونځيو، کلينيکونو، جوماتونو او نورو عام المنفعه ودانيو کې جوړ شي."
وريماچ له ځايي چارواکو، عالمانو او روحانيونو، مدني فعالانو او مخورو شخصيتونو وغوښتل چې د دغه ملي پروګرام په پلي کېدو کې د کمېسيون له کار کوونکو سره مرسته وکړي.
د هغه په وينا، د دغه پروګرام له ختمېدو وروسته به د راىې اچوونکو د نوملړ معلومېدو او د ټاکنو د سيستم د کمپيوټري کېدو د بهير کار پيل شي.
امام محمد وريماچ په ډاګه کړه چې د دغو پروګرامونو په عملي کېدو سره به په ټاکنو کې د درغلۍ مخه ونيول شي او د ټاکنو بهير به په روڼتيا تر سره شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.