دوشنبه, ۳۱ غويی ۱۴۰۳

د هوا له لارې هند ته د مېوو د لېږد لړۍ له ستونزو سره مخ ده

16 زمری 1396

کندهار د کندهار د لندې مېوې سوداګر وايي، د هوا له لارې هند ته د مېوو د لېږد د لړۍ ځنډ اندېښمن کړي؛ ځکه له کندهاره هند ته له یوې الوتنې پرته بله هېڅ الوتنه نه ده شوې.
د سوداګرو په وینا، د افغانستان او هند تر منځ د هوايي دهلېز پرانیستل کېدو ته خوښ وو او د دې لړۍ د دوام او پراختیا په تمه وو خو اوس یې دا هیلې پر ناهیلۍ بدلې شوې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، هند ته د کارګو الوتکو له لارې د مېوو د لېږد لړۍ د تخنیکي ستونزو له امله ځنډېدلې خو دوی د دغو ستونزو د هواري هڅې کوي.
څو اوونۍ وړاندې ولسمشر د افغانستان- هند هوایي سوداګریز دهلېز پرانیست چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي کچې لوړول او د ترانزیټي موانعو لرې کول وو.
له هغه وخت راهیسې له کابل څخه هند ته درې الوتنې شوې خو له کندهاره یوازې د دۍ لړۍ د پرانیستنې په ورځ یوه الوتنه شوې چې ۴۰ ټنه مېوه او طبي بوټي په کې بار وو.
سوداګر وايي، د دې نوې لړۍ ځنډ زیانونه ور اړولي دي.
د کندهار د لندې مېوې یوه سوداګر جلال الرحمن شرر وویل، لومړی خو د هوا له لارې هند ته د مېوو د لېږد لړۍ داسې مهال پیل شوه چې په کندهار کې د مېوو د حاصلاتو ټولولو وخت نه و را رسېدلی.
هغه زیاته کړه، هماغه و چې له کندهاره په لومړۍ الوتنه کې تر ډېره وچه مېوه او طبي بوټي واستول شول.
دی وايي، کله چې دلته د انګورو، زردالو، خټکیو او نورو مېوو د حاصلاتو ټولول پيل شول، سوداګرو د هوايي دهلېز په تمه د مېوو باغونو واخیستل.
د ده په خبره، سوداګرو په ټنونو زردالو، خټکي او انګور اماده کړل او د سوداګرۍ خونو مسوولینو ورته وویل چې په شلو ورځو کې کارګو الوتکه ورته چمتو کوي خو هغوی دا کار و نه کړای شو چې په پایله کې یې چمتو شوې مېوې خرابې شوې او سوداګر زیانمن شول.
د ده په باور، داسې ښکاري چې حکومت دغه ګام د سیاسي فشار اچولو په موخه اخیستی و.
شرر وايي، سوداګر د افغانستان- هند هوايي دهلېز ته خوښ وو چې د ځمکې له لارې هند ته د مېوو لېږد ۶ ورځې وخت اخلي او پر يوه کیلوګرام ۶۰ سينټه لګښت راځي، خو د هوا له لارې د مېوو لېږد په څو ساعتونو کې ترسره کېږي او پر یوه کیلوګرام ۲۰ سینټه لګښت راځي.
نوموړی زیاتوي چې د ځمکنۍ لارې تر څنګ دا ډېره اړینه ده چې افغانستان هند ته د هوا له لارې هم د مېوو د لېږد امکانات ولري.
د ده په خبره، د ځمکې له لارې د لندې مېوې د لېږد په برخه کې ستونزه دا ده چې د یخچالي موټرو پر ځای په عادي موټرو کې لېږدول کېږي چې له امله یې د مېوې کیفیت ته زیان رسېږي او په بهر کې ښه مارکېټ نه شي موندلای.
شرر له حکومته غوښتنه کوي چې د افغانستان- هند هوايي دهلېز د فعال ساتلو تر څنګ دې د یخچالي موټرونو د ډېرولو په برخه کې پانګونه وکړي او یا دې سوداګر دې کار ته وهڅوي.
په کندهار کې د کينډا فروټ په نوم د مېوې د پروسس او صادراتو د فابریکې مسوول سعد الدین سعید وايي چې یو کانټینر انګور یې چمتو کړي و چې د هوا له لارې یې هند ته ولېږدوي.
خو ده وویل، کله چې د سوداګرۍ خونې کارګو الوتکه چمتو نه کړای شوه او وځنډېده نو دوی اړ شول چې دغه انګور متحده عربي اماراتو ته ولېږي.
دی وايي، د پیل شوې نوې لړۍ ځنډ سوداګر اندېښمن کړي؛ ځکه هغوی د دې لړۍ د دوام او پراختیا په هیله وو او په دې تمه وو چې په راتلونکې کې به د هند تر څنګ اروپايي او امریکايي هېوادونو ته هم د هوا له لارې صادرات پيل شي.
خو د ده په خبره، په دې برخه کې ځنډ سوداګر ناهیلي کړل او د همدې ستونزې له امله په کابل کې په زرګونو ټنه مېوه خوسا شوه.
نوموړي ټینګار وکړ چې د افغانستان- هند هوايي دهلېز د معیاري صادراتو په برخه کې لوی پرمختګ دی او په ټول توان یې باید د فعاله ساتلو لپاره کار وشي او پر وړاندې یې شته ټولې ستونزې باید هوارې شي.
په کندهار کې د لندې مېوې بل سوداګر حاجي عزیزاحمد وايي، د مېوو د صادراتو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ پر ډیورنډ کرښې د سپین بولدک لار ده چې د پاکستان له خوا وخت په وخت په یوه او بله بهانه تړل کېږي.
ده وویل، له همدې امله دا ډېره اړینه ده چې هند ته د هوا له لارې د مېوو د لېږد لړۍ له ستونزو سره نه وای مخ شوې.
دی وايي، دغه حالت د حکومت باور ته هم زیان واړاوه.
د کندهار د مېوو باغ لرونکي هم د هوا له لارې د مېوو د لېږد د لړۍ پر ځنډېدو خپه دي او وايي دا د باغ لرونکو او لندې مېوې د سوداګرو غوښتنه وه چې حکومت دې د هوا له لارې د مېوو د لېږد اسانتیا برابره کړي.
د پنجوايي ولسوالۍ د انګورو یوه باغ لرونکي عبدالواسع وویل، د افغانستان- هند هوايي دهلېز پر سر کریډیټ واخیستل شو، خو هغسې فعال پاتې نه شو چې تمه یې وه.
دی زیاتوي، اوس مهال د لندې مېوې نږدې ټول صادرات د ځمکې له لارې پاکستان ته کېږي چې ډېره ګټه یې د دغه هېواد سوداګر وړي؛ ځکه هغوی د افغانستان مېوې په خپل نوم نورو بهرنیو هېوادونو ته صادروي.
د ده په خبره، د باغ لرونکو او سوداګرو تمه د افغانستان- هند هوايي دهلېز ته وه چې دوی به د دې جوګه کړي چې خپلې مېوې په خپله دغه هېواد او نورو بهرنیو هېوادونو ته صادرې کړي او ګټه یې همدوی ته پاتې شي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرسیتال خانجان الکوزي وویل، د ځینو تخنیکي ستونزو له امله د هوا له لارې هند ته د مېوو د لېږد لړۍ له ځنډ سره مخ شوه.
ده ومنله چې دغه ځنډ سوداګرو ته زیانونه اړولي او له دې پروسې دوی هم راضي نه دي.
د نوموړي په وینا، تر دې مهاله له کابله هند ته درې الوتنې چې وروستۍ هغه یې تېره چهار شنبې وه، وشوې چې ۳۰ ټنه مېوه په کې بار وه او له کندهاره یوازې یوه الوتنه شوې ده.
الکوزى وايي، د کارګو الوتکو د چمتو کولو په برخه کې له اریانا افغان هوايي شرکت سره قرارداد شوی و چې هغوی بیا د یوې بلې بهرنۍ کمپنۍ سره قرارداد کړی و خو دغه شرکت ونه توانېده پر وخت کارګو الوتکې چمتو کړي.
د ده په خبره، سوداګرۍ خونې او په خپله جمهوري ریاست د دې ستونزې د حل په موخه له کورنیو هوايي شرکتونو سره خبرې پیل کړې دي.
هغه په دې برخه کې په مشخصه توګه د کام ایر هوايي شرکت نوم یاد کړ چې د کارګو الوتکو د اماده کولو لپاره یې چمتووالی ښودلی دی. دی وايي، تمه ده چې دغه ستونزه د روانې اوونې تر پایه حل شي.
نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان سوداګرۍ خونه په کابل، کندهار، هرات، مزار او نورو ځایونو کې له سوداګرو سره په اړیکه کې ده او هغوی ته یې د ستونزې د حل ډاډ ورکړی دی.
خو ده له سوداګرو وغوښتل چې یوازې د هوا له لارې د مېوو د لېږد په تمه دې نه کېني؛ ځکه افغانستان هومره ډېره مېوه لري چې یوازې د هوا له لارې یې لېږد ناممکن دی.
دی وايي، دا یوازې ریزرف یا بدیله لار وه خو دا چې نوی کار و نو تخنیکي ستونزې په کې پېښې شوې.
دی وايي، همدا اوس هره ورځ ۲۵۰۰ ټنه مېوه د تورخم او سپین بولدک له لارې پاکستان او د واګه بند له لارې هند ته صادرېږي او تر دې مهاله په دې برخه کې ستونزې نشته.
خو ده بیا هم ټینګار وکړ چې کوښښ کوي د افغانستان- هند هوايي دهلېز پروسه بریالۍ کړي.
د یادونې ده، څو اوونۍ مخکې له کندهاره هند ته د هوا له لارې د مېوو د لېږد د لړۍ د پیل پر مهال د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال حاجي محمد یونس مومند پژواک اژانس ته ویلي وو چې د مېوو د معیاري بسته بندۍ، ټرانسپورټ او امنیت په برخو کې څه نا څه ستونزې شته چې دغه بهیر له خنډ سره مخ کولای شي.
ده هغه مهال ټینګار کړی و چې یادې شوې ستونزې باید د حکومت او سوداګرو له خوا په ګډه حل شي.
د کتونکو په باور، د افغانستان او هند تر منځ د هوايي دهلېز پرانیستنه د سوداګرۍ او په ځانګړې توګه د مېوو د صادراتو په برخه کې لوی فرصت دی چې په دې توګه د هېواد اقتصاد پیاوړی کېږي او سوداګر کولای شي له همدې لارې د صادراتو او وارداتو په برخو کې معیاري سوداګرۍ ته لاسرسی ومومي.
له همدې امله هغوی د دې لړۍ پراختیا او دوام غواړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.