دوشنبه, ۳۱ غويی ۱۴۰۳

مسعود: د ملي يووالي حکومت، هېواد له کېچ سره مخ کړى

17 زمری 1396

کابلد احمد شاه مسعود بنسټ مشر  د ملي يووالي حکومت مشران، ملي نفاق ته پر لمن  وهلو تورن کړل او ويې ويل چې دغه حکومت د ملي يووالي تر نامه لاندې هېواد له کړکېچ سره مخ کړ‌ى.
د احمدشاه مسعود بنسټ مشر احمد ولي مسعود نن په کابل کې  يوې خبري غونډه کې حکومت د خلکو د سر او مال په ساتلو کې ناکام وباله ويې ويل چې حکومت تل ترهګريزې پېښې غندي ؛ خو مسووليت نه اخلي او  جرړې يې نه وباسي.
هغه زياته کړه چې د هېواد وضعيت ورځ په ورځ خرابېږي، حکومت  له بې وزلۍ، د ځوانانو روږدېدو، له هېواده د ځوانانو تېښتې او په لسګونو نورو غمونو سره مخ دى.
هغه وويل:" له بده مرغه د ملي يووالي روحيې جوړښتونه،  د قومي،ژبنيو او سمتي قطبونو له امله مات کړل شوي، په ملي يووالي حکومت کې د ‌سرزورۍ نښې څرګندې شوې دي او دا کار د اندېښنې وړ دى."
مسعود،"له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د ارادې نه شتون، په هېواد کې د روانو لوبو پروړاندې کمزوري، د وړتياوو څنګ ته کېدا، خپل پالنه، د ملي سياست نه شتون" د افغانستان په حکومت کې شته ستونزې وبللې او زياته يې کړه:" ما پخوا ويلي و او خبردارى مې ورکړى و چې حکومت د ټوټه کېدو پر لور روان دى، په روان وضعيت کې بدلون يوه ملي او تاريخي اړتيا ده."
د هغه په وينا، ولسي غورځنګونه، ولسي شوراګانې او ايتلافونه بايد په يو غږ  په نظام کې د بدلون او اصلاح غوښتوونکي شي.
 نوموړي وويل:" موږ د حکومت له لوري کوم بدلون نه وينوو، د ملي يووالي حکومت چې په درې تېرو کلونوکې ونه کړاى شول چې خپل هوکړه ليک عملي کړي، په راتلونکو دوو کلونو کې هم څه نه شي کولى او د هرې ورځې په تېرېدو سره د کړکيچ په جبۍ کې ډوبېږي؛ اوس بايد خلک لاس په کار شي او د ملي وفاق له طرحې څخه په ګټې اخيستنې سره هېواد له روان کړکېچ څخه وژغوري."
 هغه د جزییاتو له وړاندې کېدو پرته وويل:" د حکومت مشران يا پلان نه لري او يا شخصي اجنډا لري، ښه داده چې همدا ستونزې په رسميت و پېژنو او د حل کېدو په لټه کې يې شوو، په ځانګړې توګه د واک د خونړۍ معما د حل په اړه چې افغانستان يې له دې وضعيت سره مخ کړى او دا زموږ اصلي ستونزه ده."
 هغه د ملی یووالی حکومت رامنځ ته کېدو ته په اشارې سره وويل:" حکومت په  وار وار ویلي چې مقابل لوري پروګرام نه لري، موږ د ملي يووالي حکومت له جوړېدو مخکې د ملي يووالي دولت د جوړېدو طرحه درلوده؛خو د ټاکنو اوسنيو دوه واکمنو ټيمونو قناعت ونه کړ؛ تر دې چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير راغى او زموږ له سوژې يې ګټه واخيسته.
نن د دوى هر يو د ملي يووالي حکومت په نوم، خپلو شخصي اجنډاوو او ملي نفاق ته لمن وهي، ان د ملي يووالي حکومت د رامنځ ته کېدو موافقه ليک يې هم عملي نه کړ."
 د مسعود بنسټ مشر زياته کړه:" د ملي يووالي دولت د واک د ويشلو په معنا نه دى، د ملي يووالي دولت د واک شريکېدل دي، دوه ګونى ليدلورى نه لري، بلکې ګډه ليدلورى  لري، د ملي يووالي دولت بايد هېواد له کړکېچ څخه وباسي؛ خو له بده مرغه  د ملي يووالي په نامه يې هېواد کړکيچ ته بيولى دى."
 نوموړي دغه راز وويل:" د ملي يووالي حکومت تر نامه لاندې هره ورځ ملي نفاق ته لمن وهي څو د ځان لپاره روان وضعيت خوندي کړي."
مسعود د حکومت په مختلفو کچو کې پر بدلونونو د ټينګار ترڅنګ وويل:" د ملي يووالي حکومت جوړښت او فکر بايد بدلون و مومي . تر هغې چې د دولتي دستګاه په دننه کې بدلون رانه ولي، د هېواد روان وضعيت به بدل نه شي، غميزه به دوام ولري، بايد د تصميم نيونې په مرجع کې بدلون رامنځ ته شي، بدلون د کسانو د بدلېدو، د سياستونو د بدلون، د پروګرامونو بدلون په معنا او د خلکو په غوښتنه بدلون ستونزې حلولاى شي، ذهنونه بايد بدل شي او بدلون بايد پرې تحقق ومومي څو په هېواد کې ستونزې حل شي."
 د مسعود بنسټ مشر زياته کړه چې د ملي وفاق پر طرحې يې کار پيل کړى او په دې اړه له سياستوالو، مدني بنسټونو او اغېزمنو شخصيتونو سره سلا مشورې دوام لري.
د هغه په وينا، که ټول له دې طرحې سره موافقه وکړي، له دغې طرحې څخه په ګټې اخيستنې سره په هېواد کې روانې ستونزې حلېږي، د رڼو او عادلانه ټاکنو لپاره زمينه برابرېږي او افغانان به د قانوني دولت خاوندان شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.