دوشنبه, ۳۱ غويی ۱۴۰۳

يوناما: د نوې تګلارې تمرکز به مو د سولې پر مسئلې وي

17 زمری 1396

کابل په افغانستان کې د يوناما چارواکي وايي، د دوى د نوې تګلارې تمرکز به په افغانستان کې د سولې پر مسئله وي او د ملګرو ملتونو د نورو مرسته کوونکو ادارو ترمنځ همغږي به لا پياوړې کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي ماموريت (UNAMA) له مطبوعاتي دفتره رسنیو ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې يوناما په افغانستان کې د خپلې تګلارې بياکتنه نهايي کړې ده.
د يوناما مشر تداماچي ياماموتو، نن په کابل کې د افغانستان حکومت له اجرايي مشر سره د ليدنې پر مهال وويل: "د نوې ستراتيژۍ ډېر تمرکز به د افغانستان د سولې پر مسئله وي او دې موضوع ته به تر نورو مسايلو وړاندې د لومړيتوب په توګه کتل کېږي."
نوموړي زياته کړه،‌يوناما د ملګرو ملتونو د اړوندو او نورو مرسته کوونکو ادارو ترمنځ‌د همغږۍ پر زياتوالي هم کار کوي او هڅه به يې دا وي ‌چې دا چاره پياوړې شي.
نوموړي د ټاکنو په برخه کې ‌د اجراييه رييس په مشرۍ د چمتووالي وروستيو تياريو په تړاو ناستې ګټورې وبللې او له هغه يې وغوښتل چې دا ډول ناستې دوام ومومي.
په خبرپاڼه کې د اجرايي مشر ډاکټر عبدالله له خولې ويل شوي چې په راتلونکي کې د افغان حکومت په مشرۍ ډېر تمرکز د سولې پر پروسې وي.
دى زياتوي: "افغان حکومت د امنيتي ‌هڅو ترڅنګ د سولې هڅو ته ډېره توجه کړې او د دې برخې تقويت د ستونزو د اساسي حل په توګه وړاندې کوي."
د ملي يووالي حکومت مشرانو له پيله په هېواد کې د سولې راوستل د خپل کار لومړيتوب ګڼلى و، خو دا دى د شاوخوا درېيو کلونو په تېرېدو سره نه يواځې دا چې امنيت او ثبات نه دى راغلى، بلکې جګړو لا زور اخيستى دى. يواځې د حکمتيار په مشرۍ له حزب اسلامي سره سوله شوې ده.
د ده په خبره،‌د ټاکنو پروسه به د ټاکنو د کمېسيون په مشرۍ او د حکومت په ملاتړ په ټول سرعت پر مخ ځي او په دې برخه کې به د خلکو غوښتنې هم په پام کې ونيول شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون اعلان کړى چې د راتلونکي کال د چنګاښ په ١٦مه به د ولسي جرګي او ولسواليو شوراګانو ټاکنې ترسره کړي.
 عبدالله د يادو برخو د بريا لپاره د سياسي نظام تقويت مهم وباله او زياته يې کړه، چې د حکومت په کچه نوې ګومارنې د سمون پر لور مهم ګامونه دي چې اخيستل شوي .

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.