یکشنبه, ۳۰ غويی ۱۴۰۳

خوست کې چرګانو ته د بازارموندنې لپاره مارکېټ پرانیستل شو

17 زمری 1396

خوست ښار په خوست کې د کارډ- اېف موسسې له لوري د چرګانو د روزنې د جوړ شوو فارمونو د توليد لپاره د بازارموندنې مارکېټ پرانيستل شو.
د خوست مرستيال والي شېربادشاه ارګوني د ياد مارکېټ د پرانيستې پر مهال وويل چې دغه مارکېټ د خوست ښار د بلند منزلو په سيمه کې پر اته سوه متره مربع ځمکه جوړ شوی او ۲۰ معياري هټۍ لري.
هغه زياته کړه چې ۴۰ سلنه لګښت يې کارډ اېف موسسې پر غاړه اخيستی او ۶۰ سلنه لګښت هغو خلکو ورکړی چې د دې موسسې له لوري ورته د چرګانو روزنې فارمونه جوړ شوي دي.
ارګوني زياته کړه: ((دا به د کارډ اېف له لوري د جوړ شوو فارمونو د توليد لپاره په بازارموندنه کې ډېره مرسته وکړي. د فارمونو خاوندان به وکولای شي چې خپل توليدات دلته پر سوداګرو وپلوري.))
په خوست کې د کارډ اېف موسسې له لوري د چرګانو روزنې ۲۰ فارمونه جوړ شوي چې هر يو يې په يوه وخت کې د غوښې لپاره ۵زره چرګان روزي او بيا يې بازار ته عرضه کوي.
په دغه ولايت کې د يادې موسسې مسوول حيات وزيروويل چې په ټوليز ډول ياد فارمونه د کال ۷۰۰ زره چرګان توليدوي، خو د دغه مارکېټ تر پرانيستلو مخکې د بازارموندنې په برخه کې له ستونزې سره مخ وو.
حيات وزير وويل: ((له دې وروسته به د فارمونو خاوندان د بازارموندنې ستونزه ونه لري. له دې مارکېټ څخه به عرضه کېدونکي چرګان د روغتيا له پلوه د ډاډ وړ وي. دغه راز دې مارکېټ کې ۶۵ کسانو ته په مستقيم ډول د کار زمينه هم برابره شوې ده.))
د خوست د اسماعيل خېلو ولسوالۍ د بهرام خېلو سيمې اوسېدونکي حضرت الله پژواک اژانس ته وويل چې د چرګانو په رسېدو سره يې بازارموندنې ته ډېر اندېښمن وو، خو اوس به دا ستونزه هواره شي.
حضرت الله وويل: ((موږ په اطرافي سيمو کې پراته يو، هلته ډېر څوک د چرګانو رانيولو لپاره نه راځي، اوس چې دغه مارکېټ جوړ شو، موږ به انشاالله خپل توليد پر خپل وخت بازار ته عرضه کړو.))
په دغه ولايت کې د کارډ اېف مسوولين وايي، په ياد مارکېټ کې د هغو هګيو د خرڅلاو زمينه هم برابره شوې چې د دې موسسې له لوري د هګيو د توليد لپاره له ځانګړو جوړو شوو فارمونو څخه ترلاسه کېږي.
د مسوولينو په وينا، د هګيو د توليد په خاطر د چرګانو دا ځانګړي کوچني فارمونه چې شمېر دوو سوو ته رسېږي، په مرکز او ولسواليو کې په کورونو کې جوړ شوي دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.