یکشنبه, ۳۰ غويی ۱۴۰۳

د غزني په ګیلان کې هوايي برید ۱۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

17 زمری 1396

غزني ښار د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې د بريد په ترڅ کې اووه طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي، طالبان هم دغه بريد تاييدوي.
د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند فهيم امرخېل د زمري په ١٧مه وويل چې تېره شپه په ګيلان ولسوالۍ کې بهرنيو ځواکونو پر طالبانو هوايي بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې د پاکستانيانو په ګډون اووه طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د هغه په وينا چې په بريد کې د وسله والو طالبانو له وسلو ډک يو موټر هم له منځه تللى دى.
د ګيلان ولسوالۍ يوه اوسېدونکي صديق الله وويل چې په دغه بريد کې درې طالبان وژل شوي دي.
هغه زياته کړه: ((دغه موټر ما وليد، درې کسان په کې ناست وو چې وروسته بيا پرې هوايي بريد وشو.))
بل لور ته وسله وال طالبان هم دغه بريد تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وويل چې په دغه بريد کې يواځې دوه طالبان وژل شوي دي.
هغه وايي چې په موټر کې راکټونه او د هاوان مرمۍ بار وې چې هوايي بريد پرې شوى دى.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې په غزني کې هم د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى چې له امله يې د دغه ولايت اوسېدونکي اندېښمن دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.