یکشنبه, ۳۰ غويی ۱۴۰۳

د ننګرهار ولایتي شورا د یوه وکیل سکرتر وژل شوی

17 زمری 1396

جلال اباد نامعلومو وسله والو په رڼا ورځ په جلال اباد ښار کې د امنيې قوماندانۍ مخې ته د ننګرهار د ولايتي شورا د يو وکيل سکرټر وژلی دی.
د ولايتي شورا مرستيال لعل محمد دراني د زمري په ۱۷مه وويل چې نا معلومو وسله والو د ولايتي شورا د وکيل اجمل عمر سکرټر ډاکتر مير محمد ملاخېل پر ډزو وژلی دی.
هغه وويل چې پېښه نن سهار شاوخوا ۹ بجې د جلال اباد ښار اړوند امنيې قوماندانۍ ته څېرمه د غلام محمد په څلورلارې کې رامنځته شوې او وسله وال په تېښته بريالي شوي دي.
هغه د پېښې د علت په اړه څه ونه ويل خو ټينګار یې وکړ چې دا په ننګرهار کې د هدفي وژنو د لړۍ يوه کړۍ ده.
د ولايتي شورا وکيل اجمل عمر وايي، سکرتر يې هېڅ شخصي دښمني نه درلوده او د هدفي وژنو ښکار شوی دی.
هغه وايي: ((ما دا څو ورځې د هدفي وژنو په  تړاو مبارزه پيل کړې، په تلويزيونونو کې بحثونه کوم، همدا تېره شپه مې هم يو بحث درلود؛ زه کابل کې وم، نن سهار زما سکرټر چې کله له کوره راوتلی، د امنيې قوماندانۍ په سل مترۍ کې وژل شوی دی.))
د پېښې يو عيني شاهد د نوم نه خپراوي په شرط رسنیو ته ويلي چې موټرسايکل سپرو وسله والو پر ياد کس ډزې وکړې، هغه يي وواژه او خپله له سيمې وتښتېدل.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي چې پېښه رامنځته شوې او په دې اړه امنيتي ارګانونو پلټنې پيل کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په جلال اباد ښار کې د هدفي وژنو د زياتوالي په تړاو اندېښنې زياتې شوې دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.