یکشنبه, ۳۰ غويی ۱۴۰۳

فيصل: په کابينه کې به نور بدلونونه هم را شي

20 زمری 1396

د حکومت اجراييه رياست د کابينې بشپړېدل د حکومت اصلي لومړيتوب بولي او  وايي چې ټاکل شوې ده په کابينه کې به نور بدلونونه هم راشي.
 د حکومت د اجراييه رياست مرستيال وياند جاوېد فيصل چې نن يې په کابل کې يوې خبري ناستې ته خبرې کولې، وويل چې په دې وروستيو کې د عامه ګټو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ او اقتصاد وزارتونو ته نوماند وزيران ور پېژندل  شوي او ټاکل شوې ده چې د باور رايې اخيستلو لپاره به ولسي جرګې ته ولاړ شي.
 هغه د کابينې بشپړېدل د ملي يو والي حکومت يو اصلي لومړيتوب وباله او زياته يې کړه:"ښايي په کابينه کې نور بدلونونه هم راشي، د حکومتي مشرانو ترمنځ د دغې موضوع په اړه بحث روان دى؛ خو تر اوسه پورې نهايي شوى نه دى."
فيصل نوي معرفي شوي نوماندان تکړه کسان وبلل او ويې ويل، معرفي شوي کسان د خپلو ورسپارل شويو دندو د پرمخ بيولو وړتيا لري؛ هيله ده چې د ولسي جرګې غړي يې تاييد کړي او له ياد شوې جرګې څخه د باور رايې ترلاسه کړي.
ولسي جرګې د تېر کال په لړم مياشت کې، ١٦هغه وزيران چې له ٧٠سلنې کمه بوديجه يې لګولې وه، استيضاح کړل چې له دې کسانو څخه يې د بهرنيو چارو، کار او ټولنيزو چارو، عامه ګټو، پوهنې، ترانسپورټ، مخابراتو او لوړو زده کړو وزيرانو څخه د باور رايه واخيستله.
خو په دې وروستيو کې د حکومت له خوا مصطفى مستور د اقتصاد وزارت د نوماند او سرپرست، يماياري د عامه ګټو وزارت د نوماند او سرپرست  او شهزادګل اريوبي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د نوماند او سرپرست په توګه معرفي شوي دي.
 دغه راز له دې وړاندې محمد حميد طهماسي د ترانسپورټ وزارت د نوماند او سرپرست په توګه؛ محمد شفيق ګل اغاشېرزى د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د سرپرست او نوماند په توګه؛ طارق شاه بهرامي د ملي دفاع وزارت د نوماند او سرپرست په توګه؛ عبداللطيف روشان د لوړو زده کړو د نوماند او سرپرست په توګه؛ فيض الله ذکي د کار او ټولنيزو چارو،شهيدانو اومعلولينو وزارت د نوماند او سرپرست په توګه او د کانونو او پټروليم وزارت د نوماند او سرپرستې په توګه نرګس نهان معرفي کړي دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.