یکشنبه, ۳۰ غويی ۱۴۰۳

"هیڅ ائتلاف د حکومت مناسب بدیل نه شي کېدای"

20 زمری 1396

د ولايتي شوراګانو ځينو رئيسانو د ملي يووالي له حکومت څخه د ملاتړ ترڅنګ ويلي، چې هیڅ ائتلاف د حکومت مناسب بدیل نه شي کېدای.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغې کتنه چې پرون ماښام ترسره شوه، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس عبدالمتین بېګ، د یادې ادارې د کړنو او ولایتي شوراګانو سره د اړیکو په اړه خپل راپور وړاندې کړ.
هغه د ثبات ټینګښت او د قانون حاکمیت کې د ولایتي شوراګانو د فعالې ونډې یادونه وکړه او د حکومت او ولایتي شوراګانو پر زیاتې همکارۍ یې ټینګار وکړ.
په خبرپاڼه کې زياته شوې چې د افغانستان د ولایتي شوراګانو د همغږۍ شورا رئیس فرید بختور، د پروان د ولایتي شورا رئیس غلام بهاوالدین جیلاني، د بغلان د ولایتي شورا رئیس اسدالله شهباز د خپلو محیطي ستونزو او خلکو او حکومت سره د اړیکو په ایجادولو کې د ولایتي شوراګانو د ونډې په اړه خبرې وکړې او د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه یې خپل ملاتړ څرګند کړ.
هغوی له جمهور رئیس څخه وغوښتل، چې د هېواد ولایتي شوراګانو سره زیاتې مشورې وکړي او ملي یووالي حکومت څخه یې د ملاتړ ترڅنګ ټینګار وکړ، چې هیڅ ائتلاف د حکومت مناسب بدیل نه شي کېدای.
په دې وروستيو کې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست صلاح الدين رباني، د بلخ والي عطامحمد نور، د حکومت د اجرائيه مشر مرستيال محمد محقق په دې وروستيو يو نوى سياسي ايتلاف جوړ کړى دى.
د خبرپاڼې په حواله، د ولايتي شوراګانو رئيسانو همداراز په اصلاحاتو، متوازن انکشاف او د بې عدالتۍ په له منځه وړلو ټینګار وکړ.
سرچينه کاږي، ولسمشر غني د هغوی د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته، دولت سره د ولایتي شوراګانو د رئیسانو د همکارۍ له مثبتې روحیې مننه وکړه او ويې ویل، مونږ له پخوا څخه (د اساسي قانون د لویې جرګې د جوړېدو پر مهال) د ولایتي شوراګانو پر نقش باوري وو.
ده زياته کړه، زمونږ هېواد، د مشورې هېواد دی او له همدې امله ستاسو ډېرو مشورو ته اړتیا لرو.
هغه په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې د هېواد ننګونې او ستونزې له دوی سره شریکې کړې او په ټینګار یې وویل، د اصلاحاتو لپاره امادګي لرو او په دې برخه کې ستاسو همکاري غواړو.
نوموړي د سوداګرۍ، ترانزیت، پانګونې او د عوایدو زیاتېدو په برخو کې د حکومت لاسته راوړنو ته په اشارې وویل، چې دغه لاسته راوړنې باید پیاوړې شي.
غني وویل، ولایتي شوراګانو سره په زون وار ډول خبرې کوي.
ده زیاته کړه، د هېواد په بېلابېلو برخو کې کار دوام لري او د افغانستان له لارې ایران ـ ترکمنستان ته د اوسپنې پټلۍ جوړول به هرات ولایت پر تجارتي سیمه بدل کړي.
د هغه په وينا، بغلان ولایت به د برېښنا پر تجارتي او ترانزیتي مهمه سیمه بدل شي او د هېواد په نورو سیمو کې هم پراختیایي کارونه دوام لري.
دى وايي، د مزار شریف ــ هرات اوسپنې پټلۍ په جوړېدو سره به دغه سیمه هم ښه اقتصادي موقعیت پیدا کړي او پر مرکزي، ختیځ، او سوېل ختیځو سیمو هم کار روان دی.
هغه زياتوي، په کابینه کې بدلونونه رامنځته شوي او مونږ به د سیمې په کچه ځوانه کابینه ولرو.
ولسمشر د ولایتي شوراګانو له رئیسانو وغوښتل، چې د کابینې او شوراګانو (له ملي امنیت شورا پرته) ناستوته دې خپل استازي واستوي، چې د حکومت کړنې له نږدې وګوري.
ده زیاته کړه، ولایتي شوراګانې د کال په هره ربع کې له مشخصې اجنډا سره د کابینې ټولو غړو او خپلواکو ادارو سره خبرې کولی شي او همداراز د ویډیو کنفرانس له لارې به له دوی سره خبرې وشي.
نوموړي د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس ته لارښونه و کړه، چې د ولایتي شوراګانو د غړو مثبتې کړنې وستایي.
اشرف غني د دغې کتنې په پای کې د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ولایتي شوراګانو د رئیسانو له ملاتړ څخه مننه وکړه او د دغه ملاتړ پر دوام یې ټینګار وکړ.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.