دپکتيکا په ګومل ولسوالۍ کې دافغان ځواکونودعملياتو پرمهال دبهرنيو په ګډون ۱۵وسله وال وژل شوي او زيات شمېر نور ټپيان دي.
پکتيکا کې د ملی اردو د شپږم کنډک قوماندان ډګروال محمد ايوب په دې اړه رسنیږ سره په خبرو کې وويل، چې افغان ګډو ځواکونو له تېرو دوه ورځو را هيسې د ګومل ولسوالۍ پر لاره عمليات پيل کړي دي.
هغه زياته کړه په دغو عملياتو کې ۱۵ وسله وال وژل شوي، چې ډېری برخه يې پنجابيان او نور بهرني وسله وال جوړوي.
دهغه په خبره، هڅه کوي نن ورځ ګومل ولسوالۍ ته ځانونه ورسوي خو په لارو کې ماينونه خښ شوي چې له امله يې تګ ټکنی ښکاري.
د سرحدي ځواکونوقوماندان راز محمد وويل چې عمليات په چټکۍ سره روان دي او ډېری سيمې يې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې کړې دي.
وسله والو طالبانو که څه هم د دې موضوع په اړه څه نه دي ويلي، خو زياتوي چې تېره ورځ يې د پکتيکا په خوشامند ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې له امله د ملي اردو د ټولي د قوماندان په ګډون څلور تنه وژلي او درې نور يې ژوبل کړي دي.
چارواکي : ګومل کې ١٥ وسله وال وژل شوي
خپل نظر ورکړئ
Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.