یکشنبه, ۳۰ غويی ۱۴۰۳

خوست کې زرګونو کسانو د دولت په ملاتړ او د نوي ايتلاف په مخالفت غونډه وکړه

20 زمری 1396

د خوست يوشمېر خلکو له شته نظام څخه د ملاتړ په يوه غونډه کې د ځينو کسانو له لوري د دولت ضد ائتلافونو له جوړېدو سره کلک مخالفت څرګند کړ.
دا غونډه چې نن د خوست ښار د فوټبال په لوبغالي جوړه شوې وه، د دې ولايت له مرکز او ټولو ولسواليو څخه راغلو زرګونو قومي مشرانو، ديني عالمانو، سپين ږيرو، ځوانانو او نورو ولسي خلکو په کې ګډون کړی و.
د پوهنتون استاد امير بهير د دولت خلاف نوي جوړ شوي ائتلاف ته په اشارې سره وويل، چې د نظام مخالف ائتلافونه د بهرنيانو په اشاره تحريک کېږي او نه غواړي چې په افغانستان کې پايداره نظام او سوله ټينګ شي.
هغه وويل: ((موږ د نظام ملاتړ کوو. هغوی چې دې نظام ته خنډونه جوړوي او پر وړاندې يې توطيې جوړوي، موږ له هغوی سره مخالف يو.))
د محمدخان نيازي په نامه بل تن غونډې ته وويل، د افغانستان اصلي دښمنان هغه افغانان دي، چې د خپلو شخصي ګټو لپاره په يو او بل نوم د حکومت پر وړاندې ستونزې جوړوي.
ده پر ټولو افغانانو غږ وکړ، چې د ځينو مشخصو کسانو په خبرو ونه غولېږي او له شته نظام څخه د ملاتړ ترڅنګ د ستونزو په هواري کې له مرکزي دولت سره مرسته وکړي.
نيازي زياته کړه: ((زما او ستا هغه وروڼه چې نن مخالفتونه کوي، کومه ورځ تاسو ليدلي دي چې د يو غريب کره ورغلي وي او د يوې کونډې، د يوې مور او بچي پوښتنه يې کړې وي. يواځې د ځان لپاره په لسګونه زره ډالره دريشي جوړوي صرف د چور لپاره راوتلي دي.))
يوه قومي مشر ګل نواز غونډې ته وويل، چې د لويې پکتيا په ځانګړې توګه د خوست ټول ولسونه د ملي يوالي حکومت ترڅنګ ولاړ دي او هيچا ته د نظام د نسکورېدو اجازه نه ورکوي.
ده د نورو قومي مشرانو په استازيتوب خبرداری ورکړ، چې د دولت خلاف د نوي جوړ شوي ائتلاف په ګډون د نورو ټولو هغو ډلو پر وړاندې به ودرېږي، چې د اوسني نظام د کمزوري کولو او يا نسکورولو هڅې وکړي.
هغه وويل: ((موږ لويه پکتيا هيڅ وخت نه بيليدونکي يو. له دې دولت نه په کلکه ملاتړ کوو او هر څوک چې په دې نظام باندې ولګيږي، داسې به يې خاورې کړو لکه خاورې.))
ديني عالم مولوي قديرالله يادې غونډې ته خبرو کې پر ټولو افغانانو د يوالي غږ وکړ او ترې ويې غوښتل، چې له خپلمنځي اختلافاتو او جنګ جګړوڅخه لاس واخلي.
ده زياته کړه: ((افغاني ټولنې ته نور شرم په کار دی، دوی اختلافات کوي او مشکلات پيدا کوي، راځئ د اختلافونو څخه تېر شئ ټولنه جوړه کړئ، نورو افغانانو ته د کار زمينه مساعده کړئ چې خپل وطن اباد کړي.))
همدارنګه د پوهنتون استاد اميربهير له مرکزي ادارې نه هم وغوښتل، چې د ولسي خلکو په ځانګړي ډول د خوستوالو هغو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي، چې د پرمختيا په برخه کې يې لري.
بهير وويل: ((موږ خپل حقوق غواړو. موږ په نظام کې سفير نه لرو، وزير نه لرو او والي نه لرو. په موږ کې ماسټر، ډاکټر او نور بااستعداده کسان شته. موږ خپل حق غواړو.))
دا غونډه په داسې حال کې د ملي يووالي له حکومته د ملاتړ اعلان کوي، چې څو ورځې وړاندې د ولسمشر د لومړي مرستيال دوستم، د بلخ والي عطا محمد نور او د اجرائيه رياست د دويم مرستيال حاجي محمدمحقق ترمنځ نوى ايتلاف جوړ شو.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.