یکشنبه, ۳۰ غويی ۱۴۰۳

بهرنيو ځواکونو هسکه مېنه کې ۱۶ ملکي وګړي وژلي دي

20 زمری 1396

جلال اباد د ننګرهار هسکه مېنه کې بهرنيو ځواکونو پر ملکي خلکو هوايي بريدونه کړي چې له امله يې ۱۶ کسان وژل شوي دي .
د چارواکو د معلوماتو له مخې، بهرنيو ځواکونو پرون دوه ځايه  پرملکي خلکو بمبار کړی دی.
د هسکې مېنې ولسوال سازولي شينواري د زمري په ۲۰مه وويل چې بهرنيو ځواکونو پرون له افغان ځواکونو سره په ګډه پاپين سيمه کې عمليات کول چې پر ملکي خلکو يې هوايي بريد کړی دی.
هغه وويل، بهرنيو ځواکونو لومړی پر يو سوزکي موټر بمبار کړی چې د يوې کورنۍ اته غړي په کې وژل شوي دي.
ولسوال وويل، بهرنيو ځواکونو همدې سيمې ته څېرمه په پلي خلکو هم بمبار کړی دی.
دی وايي په ياد بريد کې هم اته ملکيان وژل شوي چې له ډلې يې څلور د يوې کورنۍ غړي دي.
ولسوال دا هم وويل چې مړي بېخي د پېژندلو نه و او ټول يې په بوريو کې ځای پرځای او خښ کړي   دي.
د سيمې يو اوسېدونکي صميم  وويل، بهرنيو ځواکونو په ملکي خلکو د بريد پرمهال ۱۶ ملکي وګړي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، وژلي دي.
بهرنيو ځواکونو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.