دوشنبه, ۳۱ غويی ۱۴۰۳

ټرمپ : ژر به د افغانستان په اړه خپله تګلاره اعلان کړم

20 زمری 1396

 د امريکا ولسمشر  وايي چې ډېر ژر به د افغانستان په اړه خپله تګلار اعلان کړي چې دا به د ده لپاره تر ټولو ستر  پرېکړه وي .
د امريکا ولسمشر ډونالډ ترمپ دغه څرګندونې  تېره ورځ  واشنګټن کې  د يوه خبري کنفرانس پرمهال کړې دي.
ټرمپ په داسې حال کې د افغانستان په اړه د خپلې تګلارې په هکله خبرې کړي چې يو شمېر امريکايي سناتورانو او نورو چارواکو د افغانستان امنيتي حالت نازک ښودلى  او له ټرمپ څخه يې غوښتي چې ژر د افغانستان په اړه خپله تګلاره بشپړه او اعلان کړي .
که څه هم د افغانستان په اړه د امريکا تګلاره يوځل مخکې جوړه شوې وه، خو بيا داسې راپورونه خپاره شول چې دغه تګلاره د ځينو مشورو او بدلونونو له امله وځنډول شوه .
د دې ترڅنګ  مشهور امريکايي سناتور جان مکن هم  د افغانستان  لپاره د خپلې ستراتيژۍ د اعلان خبر ورکړى دى .
يو شمېر رسنيو د هغه خبرې راخيستي او ويلي يې دي چې په افغانستان کې دې د طالبانو ، داعش او نورو ترهګرو ډلو پرخلاف  د امريکايي ځواکونو واکونه زيات شي .
دغه راز هغه ويلي چې  ترهګرو ته دې د پټنځايونو له امله  پر پاکستان پوځي، اقتصادي او سفارتي فشارونه زيات شي.
ده زياته کړې چې په افغانستان کې دې د امريکايي ځواکونو شمېر زيات او امريکايي افسران دې له افغان ځواکونو سره د جګړې په کرښو کې موجود وي .
هغه د طالبانو، داعش او نورو ترهګرو  ډلو پرخلاف د امريکايي کومانډو ځواکونو د پراخو عملياتو غوښتنه کړې ده .
د يادونې ده چې د افغانستان په اړه د امريکا د ولسمشر ټرمپ د نوې تګلارې  په هکله د افغان او امريکايي چارواکو ترمنځ له ډېرې مودې راهيسې مشورې روانې دي او  په دې لړ کې د امريکا د استخباراتو د رييس په ګډون يوشمېر امريکايي چارو کابل ته سفرونه کړي او ځينو يې له ولسمشر غني سره د ويډيو کنفرانس له لارې خپل تماسونه نيولي دي .

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.