یکشنبه, ۳۰ غويی ۱۴۰۳

ملي دفاع وزارت: ١٥٠وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

20 زمری 1396

کابل د ملي دفاع وزارت وايي چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د عملياتو پرمهال ١٥٠وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
ياد وزارت وايي چې دا عمليات د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې په تېرو ٢٤ساعتونو کې ترسره شوي
دي.
 دغه وزارت وايي چې په ١٣ ولايتونو ١٨تصفيوي او پلان شوي عمليات، ١٠ځانګړي عمليات او يوه شپنۍ چاپه تر سره شوي دي.
د دغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې په دغو عملياتو کې ١٠٣ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي ، ٤٥ نور ټپيان دي او يو د ماين جوړولو ماهر يې نيول شوى دى .
 د سرچينې په خبره، دغه عملیات په ننګرهار، کونړ، لغمان، کاپیسا، پکتیا، پکتیکا، غزني، زابل، کندهار، بادغیس، فراه، بغلان، فاریاب، کندوز، سرپل، بدخشان او هلمند ولايتونو کې ترسره شوي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې ، ٤٦ وسله وال طالبان يوازې د پکتيا په جاني خېلو او زرمت ولسواليو کې وژل شوي او ١٦ ټپيان دي، چې په وژل شوو کې يې ٢٠ تنه بهرني وسله وال دي .
 د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.