دوشنبه, ۳۱ غويی ۱۴۰۳

فارياب کې ١٦ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

21 زمری 1396

د فارياب په دولت اباد ولسوالۍ کې د استوګنې پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله د لسو ماشومانو په ګډون ١٦ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دولت اباد ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال نعمت الله توفان هم له رسنیو سره په خبرو کې د دغه خبر د پخلي ترڅنګ وويل چې دغو ملکي وګړو ته د دولت اباد ولسوالۍ د تورته عطا په سيمه کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي زياته کړه چې امنيتي ځواکونو په جمجمه کلا سيمه کې پوسته جوړوله او طالبانو هڅه کوله چې د دغه کار مخنيوى وکړي، په پايله کې نښته رامنځته شوه چې دواړو لورو درنې وسلې وکارولې او معلومه نه ده چې دا هاوان د کوم لوري له خوا توغول شوى او که يا هم ياده پېښه د ماين چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
توفان زياته کړه: ((د دولت اباد ولسوالۍ د کلينيک د ډاکترانو د څرګندونو له مخې، د ټولو يادو کسانو مړي سوځېدلي دي.))
د فارياب ولايتي شورا مرستيال عبدالاحد ايلبيک مني چې د پېښې قربانيان ټول ملکي وګړي دي چې له ١٦ نمبر پوستې نه د دولتي ځواکونو د هاوان مرمۍ د توغولو په سبب ورته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دولت اباد ولسوالۍ د کلينيک چارواکي وايي چې د لسو ماشومانو په ګډون د ١٣ کسان مړي چې لس ماشومان، دوې ښځې او يو نارينه په کې دي، وژل شوي او د درېيو ماشومانو او يوې ښځې په ګدون څلور نور ژوبل شوي او کلينيک ته لېږدول شوي چې ټول سوځېدلي دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.