دوشنبه, ۳۱ غويی ۱۴۰۳

تخار کې ۱۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

21 زمری 1396

تالقان د تخار د چاه اب ولسوالۍ پر یوه جومات د وسله والو په برید کې ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د تخار د والي ویاند سنت الله تېمور د زمري په ۲۰مه وويل چې نن شاوخوا یوه بجه د چاه اب ولسوالۍ پر جامع جومات وسله والو برید کړی چې له امله یې درې کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
تېمور زیاته کړه چې د شپږو ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی او ویې ویل چې د مړو شمېر ښايي تر دې هم لوړ شي.
د هغه په خبره چې دغه پېښه د جمعې له لمانځه مخکې د قوماندان بشیر قانت او د ځينو نورو ځايي وسله والو تر منځ د ملا امام د ټاکلو پر سر رامنځته شوې ده.
تېمور وویل چې قوماندان بشیر قانت د یاد جومات ملا امام مولوي محفوظ الله ته مخکې ویلي وو چې امامت پرېږدي خو هغه له قانت سره خپل مخالفت ته دوام ورکاوه.
سنت الله تېمور وايي، که څه هم د دې نښتې د مخنیوي لپاره یې سیمې ته ځواکونه لېږلي، خو زیاتوي، ډاډمن نه دی چې امنیتي ځواکونه د نا مسوولو وسله والو مخه ونیسي.
خو قوماندان بشیر قانت وویل چې وسله وال یې سیمې ته د مولوي محفوظ الله د امامت د مخالفت لپاره ورغلي وو چې ورباندې د مقابل لوري وسله وال ډزې کړې دي.
د قانت په وینا چې مولوي محفوظ الله تېره چهارشنبې د ده پر ضد د جهاد اعلان کړی و.
خو هغه زیاتوي چې د دواړو خواوو د ډزو په پایله کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته مرګ ژوبله واوښت.
د سیمې یوه کس شکرالله وويل چې مولوي محفوظ الله څو ورځې مخکې د قوماندان بشیر قانت پر ضد د جهاد اعلان کړی و.
نوموړی وايي چې اوس هم یو شمېر لمونځ کوونکي په جومات کې کلابند دي.
د تخار امنیتي چارواکي وايي، په چاه اب ولسوالۍ کې د شخړې پای ته رسولو لپاره یې امنیتي غونډه رابللې څو یوه حل لاره ورته ومومي.
قوماندان بشیر قانت د حزب اسلامي قوماندان دی چې ډېری وخت یې په دې ولسوالۍ کې د جمعیت ګوند له قوماندانانو شخړې رامنځته کېږي.
د دغو ډلو تر منځ له تېر یو کال راهیسې کله نا کله نښتې کېږي او تر اوسه له دې امله دواړو لورو ته ګڼه مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.