جمعه, ۰۷ غويی ۱۴۰۳

عطا محمد نور: ارګ او جمعيت ګوند هوکړې ته رسيدلي دي

02 وری 1397

مزارشريف(د وري لومړۍ نېټه٩٦): د بلخ پخوانى والي عطامحمد نور وايي چې د ارګ او جمعيت ګوند ترمنځ ستونزه هواره شوې او هوکړې ته رسيدلي دي.
دغه څرګندونې د بلخ پخواني والي عطامحمد نور نن د وري په لومړۍ نېټه په مزارشريف ښار کې د نوي کال د جشن د مراسمو په پيل کې وکړې.
نور وويل چې د تيرو څلورو مياشتو راهيسې د ارګ او جميعت ګوند ترمنځ ستونزې روانې وې چې اوس حل شوي دي.
هغه وويل: (( جمعيت ګوند له ارګ سره هوکړې ته رسيدلې چې د نن ورځې تر پايه او يا سبا به دغه هوکړه خلکو ته اعلان شي او زموږ ټول ايتلاف کوونکي هم پر دې هوکړه راضي دي.))
نور پرته له دې د چا نوم واخلي وويل چې د بلخ لپاره يې درې واليان غوره کړي او له دې دريو کسانو به هغه تن ټاکل کيږي چې خلک ورسره رضايت ولري.
نور د بلخ اوسيدونکو ته په خطاب کې وويل: (( دغه يو والي به هم له نور څخه د بلخ لپاره کم نه وي.))
نوموړي د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې تر دې وروسته به نور هم سياست ته مخه کوي او اساسي موخه به يې راتلونکي ټاکنې وي.
د بلخ پخواني والي ټينګار وکړ چې د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرزاق بايد پر خپلې دندې پاتې شي او هيواد ته د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم د راتګ زمينه بايد برابره شي.
د يادونې وړ ده چې په مزار شريف ښار کې د جشن په ننيو مراسمو کې د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش، د کابينې او ملي شورا غړو، سياسي مشرانو، د ګاونډيو هيوادونو سفيرانو او عامو خلکو برخه اخيستې ده.
ټاکل شوې ده چې لږ وروسته د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف کې د زرګونو تنو په ګډون د حضرت  علي کرم الله وجهه د زيارت جنډه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پورته شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.