چهارشنبه, ۱۹ غويی ۱۴۰۳

زاخیلوال د پاکستان لومړي وزیر سره پر افغان سولې خبرې کړې

02 وری 1397

کابل (د وري لومړۍ نیټه، ۹۷) : په اسلام اباد کې دافغانستان سفیر او د ولسمشرځانګړي استازی ډاکتر حضرت عمر زاخیلوال د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي سره پر افغان سولې او نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.
زاخیلوال د وري په لومړۍ نیټه، په ټولنیزه شبکه ټویټر کې لیکلي، چې د پاکستان لومړي وزیر سره یې پر افغان سولې او امنیت خبرې کړې دي.
هغه دغه راز زیاته کړې، چې له عباسي سره یې په دې لیدنه کې د دواړو هیوادونو پر اړیکو، شته کړکیچ، عمومی چاپيریال، فرصتونو، د راتلونکو لوړو کچو کتنو او ګڼو نورو دوه اړخیزه موضوعاتو خبرې وکړې.
د زاخېلوال په وینا، د پاکستان لومړي وزیر په کابل کي پر عامو وګړو د ننني ځانمرګی ترهګریز برید د کلکې غندنې تر خوا د ‌‌‌‌‌تسلیت پیغام هم ورکړی دی.
دیادونې وړ ده، چې څو ورځې مخکې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار جنجوعه کابل ته د سفر پر مهال ولسمشر سره لیدلي وو او ولسمشر د پاکستان لومړي وزیر ته د کابل د سفر بلنه ورکړې وه، چې د هغه لخوا منل شوې.
زاخیوال دوه ورځې مخکې په اسلام اباد کې جنجوعه سره هم لیدلي وو.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.