یکشنبه, ۳۰ غويی ۱۴۰۳

المان په اجباري ډول د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ودروله

22 زمری 1396

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د المان د هغه اقدام د هر کلي تر څنګ چې د افغانانو په زور اېستل يې درولي، له ټولو اروپايي هېوادونو وغوښتل چې د المان په څېر د افغانستان اوسنى وضعيت له سره وڅېړي.
د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت له لوري رسنیو ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي :((دا چې د افغانستان شرايط د جبري اېستلو لپاره مساعد نه دي، له ټولو کوربه هېوادونو په ځانګړي ډول اروپايي هېوادونو غواړي چې د المان د فدرالي دولت په څېر د افغانستان پر اوسني وضعيت له سره کتنه وکړي.))
وزارت په سويډن کې د هغه هېواد د پارلمان پر وړاندې د افغان پناه غوښتونکو د تحصن په غبرګون کې له سويډن څخه وغوښتل چې د افغانستان اوسني امنيتي کورني وضعيت ته په پام سره دې د افغان کډوالو پر غوښتنليکونو له سره کتنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې المان د افغانستان د دولت په  ځانګړي ډول د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت په هڅونه د افغانستان اوسني وضعيت په ځانګړي ډول کابل کې د المان سفارت ته څېرمه ځانمرګي بريد څخه وروسته د افغانانو د اېستلو پر موضوع د بيا کتنې تصميم نيولى.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په تېر ٢٠١٥ زېږديز کال کې د نړۍ په ٤٤ هېوادونو کې ٢٥٠ زره افغانانو د پناه اخيستو غوښتنليکونه ورکړي چې له دې ډلې يې ١٥٠ زره يوازې په المان کې دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.