کابل د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار په افغانستان کې د ناټو ماموريت ناکام وباله او ويې ويل چې ناټو هم د روسانو زوړ ماشين او زړه تګلاره تعقيبوي.
د حزب اسلامي له مطبوعاتي دفتر څخه د زمري په ٢١مه، په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي، چې ګلبدين حکمتيار دغه څرګندونې نن د ختيځو ولايتونو شورا مشرتابه او غړو سره د ليدنې پر مهال کې کړې دي.
سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې د ختيځو ولايتونو شورا رئيس عبدالخالق حسيني پشه يي د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او له دولت سره يې د حزب اسلامي د سولې معاهدې د بشپړ پلي کېدو غوښتنه وکړه.
نوموړي حکمتيار ته په خطاب کې ويلي: "له ناخوالو او جګړو څخه د وتلو لپاره ستاسو د اواز اوچتول مهم دي او تاسو بايد دا هېواد او خلک وژغورئ."
د حزب اسلامي افغانستان مشر ګلبدين حکمتيار د ختيځو ولايتونو شورا له غړو څخه وغوښتل چې د سولې د ټينګښت په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
نوموړي زياته کړه، که مشرقي ولايتونه متحد شي، نو د امن په راوستلو کې به يې ونډه ځلانده او اغېزمنه وي.
حکمتيار ويلي: ((موږ بايد د بحران د حل لپاره افغاني حل لاره ولټوو او له بهرنيانو د سولې د راوستلو تمه ونه لرو.))
د نوموړي په خبره، افغانان په خپله بايد د سولې د تامين لپاره ملا وتړي او قومونه بايد په دې برخه کې مهم رول ولوبوي او خپلې سيمې د سولې سيمې ونوموي.
د حزب اسلامي مشر په افغانستان کې د ناټو ماموريت ناکام وباله او زياته يې کړه چې ناټو هم د روسانو زوړ ماشين او زړه تګلاره تعقيبوي.
د هغه په وينا، روسان و نه توانېدل چې خپلو موخو ته ورسيږي او ناټو هم کومې مثبتې پايلې ته نه دی رسېدلی .
حکمتيار په هېواد کې وروستيو ايتلافونو او د دغو ايتلافونو د ځينو مشرانو ګواښونو ته په اشارې وويل، ځينې کسان اوس هم د جنګ شعارونه بدرګه کوي، په داسې حال کې چې ملت له جنګه ستړی دی او سوله غواړي.
د حزب اسلامي مشر زياته کړه: ((هيله مو دا ده چې دا ډول شعارونه چې له هغه نه د وينو بوی راځي، نور تکرار نه شي.))
د ده په خبره، افغانان د زور حکومتونه نه مني او هغه څوک چې د زور له لارې د نظام د نسکورېدو هڅې کوي، ملت به يې په وړاندې ودريږي .
د حزب اسلامي امير دغه راز د ننګرهار په هسکه مېنه او د تخار په چاه اب کې د ملکي خلکو د وژل کېدو په هکله خواشيني وښوده او زياته يې کړه چې د دې بدمرغې جګړې په نتيجه کې هره ورځ په سلګونو کسان وژل کېږي.
نوموړي زياته کړه، جګړه د بهرنيانو له خوا په افغانانو تپل شوې او ګټه يې يواځې هغه چاته رسيږي چې په دې جګړه پانګونه کوي .
د هغه په وينا، هم په دولت او هم طالبانو کې داسې کړۍ شته چې د دې جګړې دوام غواړي، ملت بايد دوی تجريد کړي او له خپلو ليکو يې وباسي.
د حزب اسلامي مشر وويل: ((موږ هڅه کړې چې طالبان هم دې ته قانع کړو چې د سولې لاره غوره کړي، ځکه د روان جنګ ګټه يواځې د افغانستان دښمنانو ته رسيږي.))
د نوموړي په خبره، په طالبانو کې هم داسې کسان شته چې جنګ ته مجبور شوي او که د حکومت له لوري ورته مناسب شرايط برابر شي، نو يو زيات شمېر به يې د سولې له بهير سره يو ځای شي.
هغه له حکومت څخه وغوښتل چې طالبانو ته د بين الافغاني مذاکراتو زمينه مساعده کړي او طالبان دې هم دا حقيقت درک کړي چې روانه جګړه ديني او عقلي توجيه نه لري.
حکمتيار د ناټو ماموريت د روسانو په څېر ناکامه وباله
خپل نظر ورکړئ
Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.