دوشنبه, ۳۱ غويی ۱۴۰۳

طالبانو په ميرزاولنګ کې ملکي تلفات او له داعش سره ګډ عمليات رد کړل

22 زمری 1396

 وسله والو طالبانو د سرپل په ميرزاولنګ سيمه کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله او هلته له داعش سره د ګډو عملياتو خبرونه رد کړل.
د سرپل ځايي چارواکو تېره اونۍ ويلي وو چې وسله والو طالبانو او داعش د صياد ولسوالۍ د ميرزاولنګ په سيمه کې ګډ عمليات کړي، د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه ملکي وګړي يې وژلي او لسګونه نور يې برمته کړي وو.
څو ورځې مخکې ځايي چارواکو بيا خبر ورکړ چې طالبانو تر ٢٥٠ زيات ملکي وګړي خوشې کړي او هغوى د ولايت مرکز ته رسېدلي دي.
د وسله والو طالبانو د يوه وياند قاري يوسف احمدي له خوا د زمري په ٢١مه، رسنيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د صياد د ميرزاولنګ پېښې په اړه دولتي چارواکو او ځايي مسوولينو بې اساسه تبليغات کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، طالبان د ميرزاولنګ په سيمه کې ولسي خلکو ته هر ډول مرګ ژوبله په کلکه ردوي، هلته يې هېڅ عام سړي، ښځې، ماشوم او سپين ږيري ته زيان نه دی اړولی.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي: ((زموږ مخالفين غواړي په داسې اوازو اچولو سره د هېواد د قومونو او مذاهبو ترمنځ د صميميت فضا خرابه کړي او اختلافات پيدا کړي، له اهل تشيع او هزاره قومونو سره طالبان يواځې په ميرزاولنګ کې نه دي مخ شوي، بلکې په نورو سيمو کې خورا ډېر اهل تشيع او هزاره قومونه زموږ تر تسلط لاندې سيمو کې ارام ژوند لري.))
دغه راز طالبانو د صياد د ميرزاولنګ په سيمه کې له داعش سره ګډ عمليات هم رد کړي دي.
طالبانو له رسنيو غوښتي، چې ياده شوې سيمه له نږدې وګوري او حقايق رابرسېره کړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.