دوشنبه, ۳۱ غويی ۱۴۰۳

"د بشري حقونو سازمانونه پر بلوڅو د پاکستان پر ظلم چوپه خوله دي"

22 زمری 1396

بلوڅان له پاکستانه د ازادۍ اخيستو لپاره پر مبارزه ټينګار کوي، وايي چې پاکستاني پوځيان هره ورځ بلوڅان وژني، خو د بشري حقونو سازمانونه يې په اړه چوپه خوله پاتې دي.
د افغانستان د بلوڅو سراسري شورا او د بلوچستان د ازادي غوښتونکي غورځنګ ځينو کسانو نن کابل کې د بلوچستان د ازادۍ د اويايمې کلېزې په مناسبت غونډه وکړه.
د افغانستان د بلوڅو د سراسري شورا مشر شېراغا بلوڅ په دې ناسته کې وويل چې بلوڅانو د ١٩٤٧ کال د اګست په ١١مه له برېتانوي هند نه خپلواکي واخيسته او انګرېزانو د بلوڅانو ازاد هېواد پر رسميت وپېژاند.
دى وايي چې د بلوڅانو تر ازادۍ اخيستو درې ورځې وروسته پاکستان رامنځته شو او څه باندې ٧ مياشتې وروسته يې پر بلوچستان بريد وکړ او دغه خاوره يې اشغال کړه.
د ده په وينا، دغه خاوره اوس هم د پاکستان تر اشغال لاندې ده، خو بلوڅان د ازادۍ بېرته ترلاسه کولو لپاره خپله مبارزه جاري ساتلې او تر هغه به دوام ورکوي چې بلوچستان بېرته خپله ازادي تر لاسه کړي.
دى وايي چې بلوڅان هره ورځ د پاکستان د پوځ له خوا وژل کېږي خو د بشري حقونو سازمانونه په دې اړه چوپه خوله پاتې دي.
د ده په وينا، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان يواځې د هغوى مسايلو په اړه غبرګون ښيي چې امريکايانو او اروپايانو ته ګواښ وي.
هغه د افغانستان له رسنيو هم ګيله وکړه ويې ويل چې د پاکستان له خوا د بلوچستان پر خلکو د ناروا په اړه راپورونه نه خپروي.
د بلوچستان د ازادي غورځنګ غړي حفيظ حسن ابادي هم په نننۍ ناسته کې وويل چې پاکستان پر بلوڅانو ظلم کوي او هره ورځ لسګونه بلوڅان وژني.
ده له افغانستان څخه وغوښتل چې له بلوڅانو سره د هغوى د ازادۍ ترلاسه کولو په برخه کې مرسته وکړي.
د هغه په وينا، که بلوچستان ازادي ترلاسه کړي، نو له يوې خوا به بلوڅان خپل حق ترلاسه کړي او د پاکستان له ظلم څخه به وژغورل شي او له بلې خوا به په افغانستان کې د هم د پاکستان د لاسوهنو مخه ونيول شي.
د ده په خبره که بلوچستان ازادي ترلاسه کړي، نو له افغانستان سره به د اروپايي ټولنې په څېر اتحاد جوړ کړي او د بلوچستان او افغانستان تر منځ به پرته له وېزې تګ راتګ کېږي.
هغه وايي چې په دې توګه به افغانستان د اوبو له لارې له نړۍ سره ونښلي او بلوچستان به د افغانستان له لارې مرکزي اسيا هېوادونه ته لار ولري.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.