یکشنبه, ۳۰ غويی ۱۴۰۳

د تېر په پرتله سږ کال بلخ کې څلور برابره کوکنار کرل شوي

22 زمری 1396

په بلخ ولايت کې د تېر کال پر تله څلور برابره ډېر کوکنار کرل شوي او پر ۴۰زره جريبه ځمکې له کرل شوو کوکنارو ۳۳۶ ټنه حاصلات اخيستل شوي دي.
په بلخ کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د خط نو په نوم بنسټ وايي، چې په دغه ولايت کې د کوکنارو اخیستل شوی حاصل او قاچاق له روانې نا امنۍ، د نا مسوولو وسله والو له ځای پر ځای کېدو او د وسلو له پېر او پلور سره نېغې اړيکې لري.
د ياد بنسټ مسوول عبدالقادر مصباح له خبریالانو سره په مرکه کې وويل چې له تېرو څو کلونو راهيسې په بلخ او ټول شمال زون کې د نشه يي توکو د کر، کارونې او قاچاق په اړه تحقيق کوي.
نوموړي زياته کړه، سږکال یې له ترلاسه شوو معلوماتو په ډاګه کړې چې د تېر کال په پرتله په بلخ کې څلور برابره ډېر کوکنار کرل شوي دي.
هغه وايي چې تېر کال په بلخ کې يوازې د دوو ولسواليو کې پر ۱۰زره جريبه ځمکه کوکنار کرل شوي وو.
خو مصباح زياتوي چې سږ کال د بلخ په اتو ولسواليو کې پر ۴۰زره جريبه ځمکه کوکنار کرل شوي وو او تر حاصلاتو ټولېدو پورې يې پر وړاندې دولت چوپه خوله پاتې شو.
نوموړي وويل چې له يادې ځمکې د دوی د معلوماتو پر بنسټ، ۳۳۶ ټنه  ترياک راټول کړل شوي دي.
هغه زياته کړه، په بلخ کې د کوکنار کر او قاچاق په دې سيمه کې له نا امنۍ سره نېغې اړيکې لري.
د ده په وينا، د ټولنيز ژوند د نورو اړخونو د ګواښنې تر څنګ د نشه يي توکو غير قانوني سوداګري د وسلو له پېر او پلور سره نښتې مسئله ده او همداراز په سيمه کې د نامسوولو وسله والو ځای پر ځای کېدو ته زمينه برابروي.
د دغه ولايت کروندګرو وايي چې دولت په غير مستقيمه توګه خلک د کوکنار کر ته تشويق کړل، تر حاصل ټولولو یې ورته څه ونه ويل.
چمتال د بلخ له هغو ولسواليو څخه ده چې په ډېره کچه کوکنار په کې کرل شوي دي.
د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي غفار وويل چې تېر کال يې په پنځه جريبه ځمکه کې کوکنار کرلي وو خو سږ کال يې ۳۰ جريبه کوکنار کرلي دي.
نوموړي په لوړه کچه د کوکنارو د کر په تړاو وويل: ((موږ نو چېرې د دولت په خلاف عمل کولی شو؛ خو د همدې کال په شروع کې په غير مستقيمه توګه اوازې شوې چې دولت يې کرلو ته څه نه وايي، نو موږ هم وکرل، دا دی حاصلات مو ټول کړل دولت هم څه ونه ويل.))
د هغه په وينا يوازې ده نه، بلکې د دې ولسوالۍ نږدې ټولو کروندګرو په لوړه کچه کوکنار کرلي دي.
حاجي غفار وويل: ((د ولسوالۍ د تعمير په سل مترۍ کې هم کوکنار کرل شوي وو.))
ځايى اوسېدونکي او هغه کروندګر چې کوکنار يې کرلي، وايي چې د نشه يي توکو په قاچاق کې ډېری له وسله والو طالبانو سره تړاو لرونکي خلک لاس لري.
د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکي ګل خان وويل چې د نشه يي توکو غټ قاچاقبر په نا امنو سيمو کې وي او له هغه ځايه کليو ته واړه قاچاقبر د کوکنار پېرلو لپاره رالېږي.
نوموړي زياته کړه چې واړه قاچاقبر عادي خلک وي، دوی پر کليو ګرځي او د کمېشن په بدل کې ترياک  له خلکو اخلي او بيا يې نا امنې سيمه ته غټو قاچاقبرو ته وړي.
د هغه په وينا، په همدې شپو ورځو کې په بلخ کې د يو کيلو ترياکو بيه ۵زره افغانۍ ده.
د خط نو څېړنيز بنسټ مسوول مصباح وايي چې سږ کال دولت په بلخ کې د کرل شوو کوکنارو په تړاو تر دې دمه غلی پاتې دی.
نوموړي زياته کړه چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د قانون او د اساسي قانون له مخې دولت بايد د کوکنار د کر مخنيوی کړی وای.
د هغه په وينا، نه يوازې چې د کر مخنيوی يې نه دی شوی، بلکې دمګړۍ د کوکنار اخيستل شوي حاصلات له بلخ ولايت څخه قاچاق کېږي؛ خو بيا هم دولت څه نه کوي.
مصباح وويل چې به بلخ کې په داسې سيمو کې هم کوکنار کرل شوي چې د امنيت له پلوه له هېڅ ډول ستونزو سره مخ نه وې.
نوموړي زياته کړه: ((د امنيتي ارګانونو د ودانيو په لس کيلومترۍ کې هم کوکنار کرل شوي خو چا ورته غږ نه دی کړی.))
خو د بلخ دولتي مسوولين په دغه ولايت کې د کوکنارو په لوړه کچه کر ردوي.
د دغه ولايت د والي وياند منير فرهاد په بلخ ولايت کې د کوکنار پر کرلو سترګې پټې نه کړې.
خو نوموړي رسنیو ته ومنله چې د تېر کال په پرتله ډېر کرل شوي خو دومره نه، څومره چې يې د خط نو ټولنې مسوولين وايي.
هغه د بلخ په شپږو ولسواليو کې په ټيټه کچه د کوکنار د کر پخلی وکړ؛ خو پر وړاندې يې د دولت د جدي مبارزې يادونه هم وکړه.
فرهاد وويل چې د بلخ سيمه ييز چارواکي د نشه يې توکو پر وړاندې مبارزې ته ژمن دی چې د خپلو هڅو پر مټ يې سږ کال په دغه ولايت کې پر ۳۰۰ جريبه ځمکه کرل شوي کوکنار اړولي دي.
نوموړي زياته کړه چې په بلخ کې د سږنيو کرل شوو کوکنارو د حاصلاتو په تړاو کره معلومات لا هم ترلاسه شوي نه دي او پر وړاندې يې هر ډول شمېرې وړاندې کول له حقيقت څخه لرې خبره وګڼله.
هغه له خط نو څېړنيز مرکز څخه وغوښتل چې په ډاګه کړي، د بلخ د سږنيو کوکنارو د حاصلاتو په اړه يې معلومات  څه ډول، د کومې معياري او قانوني سروې له مخې موندلي دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.