دوشنبه, ۳۱ غويی ۱۴۰۳

د کونړ ولايت لپاره د داعش امير هوايي بريد کې وژل شوى

22 زمری 1396

په افغانستان کې مېشت امريکايي ځواکونه وايي چې د کونړ ولايت لپاره د داعش وسله والې ډلې مشر په يوه هوايي بريد کې وژل شوى دى.
په کابل کې د يادو ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا د زمري په ٢٣مه، رسنیو ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا هوايي بريد د تېرې پنجشنبې په ورځ د کونړ پر چپې درې ولسوالۍ ترسره شوى.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې هوايي بريد کې د کونړ لپاره د داعش مشر عبدالرحمن له درېيو نورو داعش قوماندانانو سره وژل شوى دى.
په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن ويلي چې د عبدالرحمن له وژل کېدو سره داعش ته يوه بله ضربه ورسېدله.
د هغه په وينا، د هغه له وژل کېدو سره داعش ته دا پيغام ورکړل شو چې دوى په افغانستان کې هېڅ خوندي ځاى نه لري.
د يادونې ده چې دوه مياشتې مخکې هم په کونړ ولايت کې د يوه هوايي بريد له امله په افغانستان کې د داعش مشر ابو سعيد وژل شوى و.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.