د فارياب ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې د ياد ولايت د غورماچ ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له لوري سقوط شوې ده.
د فارياب د والي وياند جاوېد بيدار وويل چې غورماچ ولسوالۍ د تازه دمو سرتېرو د نه رسېدو او پوځي تجهيزاتو د نه شتون له امله نن سهار د دولت له کنټرول بهر او د طالبانو له لوري ونيول شوه.
بيدار زياته کړه، په غومارچ کې ياد امنيتي ځواکونه له تېرو ٢٢ ورځو راهيسې د وسله والو مخالفينو له لوري کلابنده شوي وو چې له بده مرغه د سيمه ييزو چارواکو له بيا-بيا غوښتنو سره هم تازه دمي سرتېري او نظامي تجهيزات ور ونه لېږل شول چې په پايله کې امنيتي ځواکونو د دښمن کلابندي ماته کړه او شا تګ ته اړ شول.
خو د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند نصرت الله جمشيدي د فارياب د غورماچ ولسوالۍ د سقوط خبره ردوي.
سرچينې زياته کړه، په ياده ولسوالۍ کې اوس هم د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته نښته روانه ده.
ورته مهال د فارياب د غورماچ ولسوالۍ درېیو اوسېدونکو له رسنیو سره د خبرو پر مهال ومنله چې ياده ولسوالۍ نن سهار د وسله والو طالبانو له لوري نيول شوې ده.
يادو سرچينو په دې اړه د نورو جزئياتو له وړاندې کولو ډډه کړې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې تړاو څه نه دي ويلي
د فاریاب غورماچ ولسوالۍ د دولتي ځواکونو له کنټروله ووته
خپل نظر ورکړئ
Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.