دوشنبه, ۳۱ غويی ۱۴۰۳

محقق: افغانستان او پاکستان باید په ګډه د پردیو د دسیسو مخه ونیسي

24 زمری 1396

د اجرائيه رياست دويم مرستيال محمد محقق وايي چې د افغانستان تر څنګ پاکستان هم د ترهګرۍ ښکار دى او بلخوا یې په امنيتي او سياسي کچه د دواړو هېوادونو ترمنځ پر همکاريو ټينګار وکړ.
محقق دغه څرګندونې تېره شپه د پاکستان د خپلواکۍ د اويايمې کاليزې د نمانځنې په مراسمو کې چې په کابل کې د دغه هېواد د سفارت له خوا نیول شوي وو، وکړې.
په یادو مراسمو کې د اجرائيه رياست لومړى مرستيال انجنير محمد خان، د سرحدونو او کډوالو چارو وزيرانو، د ملي شورا لسګونو غړو، د سياسي او جهادي ګوندونو مشرانو، د سولې عالي شورا مشرانو او غړو، د مدني ټولنې غړو او په کابل کې مېشتو پاکستاني وګړو برخه اخيستې وه.
دغه راز د خيبر پښتونخوا ايالت د ګورنر اقبال ظفر جګړا په مشرۍ له کوزې پښتونخوا هم يوه پلاوي او په کابل کې د يو شمېر هېوادونو سفيرانو هم ګډون کړی و.
د اجرائيه رياست دويم مرستيال محمد محقق چې په دې مراسمو کې ځانګړى مېلمه و، د افغانستان د حکومت او خلکو له اړخه د پاکستان حکومت او خلکو ته د خپلواکۍ ورځې مبارکي ورکړه.
نوموړي د افغانستان او پاکستان تاريخي، فرهنګي او مذهبي اړيکو ته په اشارې سره وويل،  څومره چې پاکستانيان د مشرق له شاعر علامه اقبال سره مينه لري، همدومره یې افغانان هم ورسره لري.
محقق د شوروي اتحاد پر وړاندې د جهاد پر مهال د مرستو او  د ميليونونو افغان کډوالو د کوربه توب له امله له پاکستان  مننه وکړه.
نوموړي زياته کړه: ((افغانان به هېڅکله د پاکستان دا مرستې او همکارۍ هېرې نه کړي.))
د اجرائيه رياست دويم مرستيال وويل چې  ځينې سيمه ييزې او نړيوالې دسيسې د افغانستان او پاکستان  پر اړيکو ناوړه اغېزه کړې ده  او دواړه هېوادونه بايد د دې دسيسو مخه ونيسي.
محمد محقق وويل چې افغانستان او پاکستان دواړه د نړيوالې ترهګرۍ ښکار شوي، له همدې امله د دواړو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ سوء تفاهم رامنځته شوى او د وروڼو هېوادونو ترمنځ يې  اړيکې ترينګلې کړې دي.
هغه د کابل وروستيو خونړيو پېښو ته د اشارې پر مهال له نړيوالو او ګاونډيو هېوادونو وغوښتل چې د دوى غږ واوري.
نوموړي وويل چې د افغانستان تر څنګ پاکستان هم له ترهګرۍ ډېر زيانمن شوى او دواړه هېوادونه یې بايد په ګډه پر ضد مبارزه وکړي.
محقق په سياسي او امنيتي برخو کې د افغانستان او پاکستان پر ګډو هڅو ټينګار وکړ.
تر دې مخکې په کابل کې د پاکستان سفير  زاهد نصرالله خان له ټولو راغلو د مننې تر څنګ د افغانستان او پاکستان د تاريخي اړيکو يادونه وکړه.
هغه زياته کړه چې هېواد يې د ترهګرۍ پر ضد جدي مبارزه کړې، خلک او امنيتي ځواکونه يې ډېرې قربانۍ ورکړې دي.
نوموړي وويل چې د افغانستان سوله او ثبات پاکستان ته ډېر مهم دي او هېڅوک نه شي کولى چې د دواړو هېوادونو د ولسونو ترمنځ نيکې اړيکې خرابې کړي.
د پاکستان سفير زياته کړه چې يواځې تېر کال دوى څه باندې ٣٥٠ زرو افغانانو ته د زده کړې، درملنې او سوداګرۍ لپاره ويزې ورکړې او د ميليونونو افغان کډوالو پالنه او ساتنه کوي.
نصرالله خان وويل، افغان کډوال به تر هغه پورې د دوى په هېواد کې وي، څو پورې چې دوى په خپله خوښه خپل هېواد ته راستانه شي.
د هغه په وينا، هېواد يې د افغانستان په بيارغونه کې پراخه برخه اخيستې، د يو شمېر لويو او وړو پروژو بشپړولو تر څنګ يې سږ کال افغان محصلينو ته درې زره بورسونه او تېر کال د بروکسل په کنفرانس کې يې ٥٠٠ ميليونه ډالره نوې مرسته اعلان کړې ده.
د خيبر پښتونخوا ايالت والي يا ګورنر اقبال ظفر جګړا وويل، که چېرې پاکستان او افغانستان يو بل ته د ملګرتيا او ورورۍ لاسونه ورکړي؛ نو هېڅوک يې نه شي بېلولى.
نوموړي زياته کړه چې د افغانستان او پاکستان ګټه او زيان يو دي؛ ځکه بايد په هره برخه کې له يو بل سره همکاري وکړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.